د مالدووا ولسمشره: روسیې زموږ هېواد کې د کودتا پلان درلود

د عکس سرچینه، EPA
د مالدووا ولسمشرې پر روسیې تور پورې کړی چې د اروپايي ټولنې له ملاتړ برخمن حکومت د چپه کولو لپاره یې له بهرنیو "تخریبکارانو" په ګټه اخیستو د کودتا دسیسه درلوده.
مایا ساندو د تېرې جمعې پر ورځ د مالدووا ولسمشره وټاکل شوه.
هغې ویلي، دا پلان یوه (دسیسه) وه چې د نظام د ړنګولو لپاره د مخالفانو په لاس عملي کېده.
د یادونې ده چې پر اوکرایین د روسیې یرغل مالدووا - چې د اروپا له بېوزله هېوادونو ګڼل کېږي- تر سخت فشار لاندې راوستلی دی.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي تېره اونۍ وویل چې په کېیف کې د استخباراتو ادارې د مالدووا د حکومت ړنګولو له روسي پلان پرده پروت هېواد دی.
مالدووا چې د رومانیا او اوکرایین ترمنځ پرته ده، تېر اوړی د اروپايي ټولنې غړیتوب ته کاندید شو.
دغه هېواد چې نفوس یې ۲٫۶ میلیون وګړي دی، له اوکرایین نه د کډوالو د ورتګ له ستونزې سره لاې او ګرېوان دی. بله خوا د مسکو له ملاتړ برخمن ترانسنیستریا کې اړ و دوړ او د بېلتون غوښتونکو فعالیت او د ۱۵۰۰ روسي پوځیانو پکې مېشتېدو هم دغه هېواد اندېښمن کړی دی.
مالدووا چې وړاندې د شوروي اتحاد یوه برخه وه، پر روسي ګاز تکیه کوي. تېر کال د اوکرایین پر زېربناوو د مسکو له بریدونو سره هممهاله مالدووا د برېښنا د پرچاوېدو له ستونزو سره مخامخ شو.
ولسمشره ساندو اټکل کوي چې روسیې له بهرنیو مخربو پوځي کړیو په ګټه اخیستو چې په ولسي جامو کې پټ شوي وو، تاوتریخوالي او پر دولتي ادارو بریدونو او د یرغمل پېښو ته لمسولي.
هغې خبریالانو ته وویل چې روسي او د بېلاروس او سربستان وګړي په دې دسیسه کې شامل دي.
دې وویل چې "زموږ هېواد کې به د کرملین د تاوتریخوالي هڅې ناکامې وي".
په مالدووا کې د مخالفانو کمونیستي او شوروي ټلواله له مسکو سره قوي اړیکي لري.


















