اسراییلو کې د حکومت ضد کمساري لوی لاریونونه شوي

د خپرېدو وخت

په اسراییلو کې د حکومت پرضد کمساري لوی لاریونونه بېګا تر ناوخته روان وو.

لاریونیان د نوي ښي اړخي حکومت د هغه تکل مخالف دي چې له مخې یې په قضايي سیستم کې بدلون راوستل غواړي.

حکومت پتېیلې چې له دې لارې د محکمو واکونه کم کړي.

زرګونه لاریونیان د تل ابیب کوڅو ته راوتلي وو.

چارواکو د لاریونیونو د کابو کولو لپاره ځینې واټونه تړلي او شاوخوا دوه زره پولیس یې ځای پرځای کړي.

لاریونیان وايي د محکمو د واک کمېدو پرېکړه هېواد کې د دیموکراسۍ ختمولو په معنا ده.‌

د اسراییلو مخکني لومړي وزیر یائیر لبید د لاریونیانو د ملاتړ سربېره ویلي "تر بریا پورې به تسلیم نه شو".

د شنبې ورځې د تل ابیب دغه لاریونونه واک ته د بنیامین نتنیاهو د بیا رسېدو راهیسې پخپل ډول کې تر ټولو لوی ګڼل شوي.‌

سیمه ییزو رسنیو د لاریونیانو شمېر شاوخوا ۱۱۰ زره کسان اټکل کړی دی.‌

د کرین کول په نامه یوې لاریونوالې وویل: "د دیموکراسۍ ضد حکومت پر وړاندې موږ لاریون کوو".

۵۱ کلنه کول زیاتوي، هغه بدلونونه چې د اسراییلو د عدلیې وزیر یاریف لیوین د روانې میاشتې لومړنیو کې وړاندیز کړي وو، سیاستوالو ته د قاضیانو ګومارلو کې لا ډېر واک ورکوي.

فرانس پرس د دوف ګیدوني له خولې ویلي:‌ "نه غواړو چې سیاستوالو دې زموږ ‌پر ژوند بشپړ واک ولري".

۳۳ کلن ګیدوني وايي، داسې انګېري چې هېواد یې "په تاریخ کې یوې داسې نقطې ته رسېدلې چې بېرته ترې راستنېدن نه شته" او ټینګار یې دا دی چې دا لومړی ځل دی چې د حکومت ضد لاریونونو کې ګډون کوي.

د اسراییلو له لاریونونو سره د فلسطیني خاورې د اشغال ضد معترضان هم یوځای شوي، حکومت په نیول شوې لوېدیځه تړانګه کې د ګڼو استوګنځیو واک د ډېری تاییدوونکو وزیرانو په مټ خپل کړی دی.

دا لاریونونه داسې مهال شوي چې په اسراییلو کې سلګونه وکیلانو تل ابیب کې د محکمې مخې ته ان نورو کې محصلانو لاریونونه کړي.