د اسراییلو اېتلافي حکومت ړنګ شو؛ یائېر لاپېډ لنډمهاله لومړی وزیر ټاکل کېږي

د خپرېدو وخت

اسراییلو کې د واکمن اېتلاف تر ماتېدو او د پارلمان له ړنګېدو وروسته نوې سراسري‌ټاکنې کېږي.

په دې لړ کې به د دغه هېواد لومړی وزیر نفتالي بېنټ هم واک د مخکینۍ هوکړې له مخې لنډمهاله ځایناستي یائیر لاپېډ ته سپاري.

دا به تر څلورو کلونو کمه موده کې اسراییلو کې پنځمې پارلماني ټاکنې وي.

مبصرین وايي دغه هېواد کې راتلونکې ټاکنې ښايي‌ اکتوبر کې ترسره شي.‌

دغو ټاکنو ته د اسراییلو پخوانی لومړی وزیر بنیامین نېتانیاهو هم درېږي چې اوس د اپوزېسیون مشري کوي.

دا اېتلاف چې له اوونیو راهیسې یې د نړېدو اټکلونه کېدل، د اسراییل د تاریخ کې تر ټولو متنوع اېتلاف و.

وړاندې د لومړي وزیر نفتالي بېنټ د خپل ښي اړخي یامینا ګوند یو غړی له اېتلاف ووت چې له دې سره دغه اېتلاف د اسراییل په ۱۲۰ کسیز پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړ.

ښاغلي بېنټ د پارلمان د ړنګېدو پرېکړه سمه بللې او ویلي یې دي چې د اسراییل د ملي‌ امنیت ګټې پکې نغښتې دي.

دا اېتلاف له څو اونیو راهیسې له ستونزو سره مخامخ وي. د دوشنبې ورځې دې پرېکړې د حکومت غړي هم حیران کړي دي.

د اسراییلو ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې ان د دغه هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم له وړاندې پر دې پرېکړه خبر نه وو.

د پارلمان د ړنګېدو لایحه راتلونکې اوونۍ رایو ته وړاندې کېږي او دا احتمال ډېر دی چې تصویب به شي.

د دې لاېحې په تصویبېدو سره به ښاغلی بېنټ واک منځلاري لنډمهال لومړي وزیر یائېر لاپېډ‌ ته سپاري.

دوی دواړو دغه اېتلاف څه باندې یو کال وړاندې جوړ کړی و. تر هغې مخکې نېتانیاهو د اسراييل لومړی وزیر و.

دغه اېتلاف کې د بېلابېلو لیدلورو اتو ګوندونو برخه درلوده او د ګډ حکومت د جوړولو یوازنی هدف یې دا و چې واک کې د بنیامین نېتانیاهو د پاتېدو مخه ونیسي.

ښاغلي نېتانیاهو چې د مالي‌ فساد تورونو سره مخ دی، د اوسني اېتلافي‌ حکومت د ړنګېدو پرېکړه "میلیونونو اسراييلي‌ اتباعو ته ښه خبر" بللی دی.

هغه چې د فساد تورونه یې تل رد کړي،‌ زیاته کړې چې "دا حکومت خپل کور ته روان دی" او ګواکې دی به خپل لیکود ګوند په مشرۍ "یو پراخ، ملي حکومت" جوړ کړي.

د اسراییل د ۱۲م تلویزیوني چینل یوې نظر پوښتنې تېره اوونۍ وښوده چې د ښاغلي نېتانیاهو په مشرۍ بلاک به راتلونکو ټاکنو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټي، خو تر اکثریت به یې لا هم دوه څوکۍ کمې وي.