د نړیوال غبرګون د همغږۍ ډله: ایران دې 'قصدا' د اوکرایینۍ الوتکې د ویشتلو ځواب ووايي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

کاناډا، بریتانیا،‌ سویډن او اوکرایین په یوه ګډه اعلامیه کې ایران لخوا په ۲۰۲۰ کال د یوې مساپر وړونکې اوکرایینۍ الوتکې د ویشتل کېدو دوسیې اړوند د تازه ګامونو خبر ورکړی دی.

دا څلور واړه هېوادونه "د نړیوال غبرګون د همغږۍ ډلې" غړي دي.

دوی ویلي د الوتکې راغورځولو ځواب ویلو ته د ایران اړیستلو لپاره یې هڅې حقوقي پړاو یا د "اختلافاتو حل او فصل" ته رسېدلې دي.

د ۷۵۲ الوتنې د راغورځول کېدو پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو ټولنې ویاند حامد اسماعیلیون وايي، د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې اوس دغو کورنیو ته یوه لیک کې خبر ورکړی چې هاګ کې نړیوالې محکمې ته د دې دوسیې د سپارلو لړۍ پیل شوې ده.

دغو هېوادونو خپله اعلامیه کې له ایرانه غوښتي چې "د سپاه پاسداران لخوا د هوايي دفاع دوو توغندیو په وسیله چې په لوی لاس او غیر قانوني توګه توغول شوي، د ۷۵۲ الوتنې د ویشتل کېدو اړوند د اختلافاتو د حل په الزامي‌ پروسه کې" ګډون وکړي.

ظاهرآ دا لومړی ځل دی چې دغه هېوادونه په خپل یوه رسمي بیان کې پر دې اوکرایینۍ مساپر وړونکې الوتکې د سپاه پاسداران د توغندیو برید "قصدي" عمل بولي.

دا اعلامیه د ۷۵۲ الوتنې د پرځول کېدو د دریمې کلیزې درشل کې خپره شوې وه.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د ۸مې پر سهار دغه مساپر وړونکې الوتکه رانسکوره کړه او ۱۷۶ مساپر یې پکې ووژل.

د نړیوال غبرګون د همغږۍ ډلې غړو هېوادونو خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې ځواب ویلو ته د ایران د اړیستلو هڅو ته ژمن دي.

دوی دا وروستۍ اقدام "د روڼتیا، عدالت او ځواب ویلو ډاډمنتیا لپاره د پراخو هڅو برخه" بللې.

"ځواب ویلو ته شپږ میاشتې وخت"

ښاغلی اسماعیلیون وايي د نړیوال غبرګون د همغږۍ څلورو غړو هېوادونو چارشنبه د ډسمبر ۲۸مه ایران ته یو "مهم دیپلوماتیک یاداښت" استولی چې "د ۱۹۷۱ کال د مونترال تړون له مخې د ایران د حکومت پر جنايي مسوولیت دلالت کوي."

د مونترال تړون د نړیوال هوايي چلن خوندیتوب ډاډمنوي.

د ښاغلي اسماعیلیون په وینا دا یاداښت ایران پر دې الوتکه د قصدي‌ برید مسوول ګڼي او هغو ټولو کسانو ته متوجه دی چې د ۷۵۲ الوتنې راغورځولو کې یې نقش لوبولی.

د دې الوتنې د قربانیانو د کورنیو ټولنې ویاند وايي د ایران اسلامي‌جمهوریت اوس شپږ میاشتې وخت لري چې د دغو هېوادونو د اختلافاتو د حل غوښتنې ته ځواب ووايي.

د سپاه پاسداران لخوا ویشتل شوې الوتکه کې د کاناډا، بریتانیا، اوکرایین او سویډن وګړي وژل شوي.

که ایران د دغو هېوادونو غوښتنه ونه مني، دوی کولی شي دا دوسیه "رسمآ هاګ کې نړیوالې محکمې ته سپاري."

د هاګ نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو د قضايي څانګې په توګه عمل کوي‌ او د دغه سازمان امنیت شورا او عمومي مجمع ته مشورتي نظر وړاندې کوي.

د دې محکمې غونډو کې د حکومتونو حضور اختیاري دی، خو له دغه اختیاري حضور سره سره دا ژمنتیا شته پر الزامي احکامو به یې عمل کوي.