د نړیوال غبرګون د همغږۍ ډله: ایران دې 'قصدا' د اوکرایینۍ الوتکې د ویشتلو ځواب ووايي

د عکس سرچینه، Getty Images
کاناډا، بریتانیا، سویډن او اوکرایین په یوه ګډه اعلامیه کې ایران لخوا په ۲۰۲۰ کال د یوې مساپر وړونکې اوکرایینۍ الوتکې د ویشتل کېدو دوسیې اړوند د تازه ګامونو خبر ورکړی دی.
دا څلور واړه هېوادونه "د نړیوال غبرګون د همغږۍ ډلې" غړي دي.
دوی ویلي د الوتکې راغورځولو ځواب ویلو ته د ایران اړیستلو لپاره یې هڅې حقوقي پړاو یا د "اختلافاتو حل او فصل" ته رسېدلې دي.
د ۷۵۲ الوتنې د راغورځول کېدو پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو ټولنې ویاند حامد اسماعیلیون وايي، د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې اوس دغو کورنیو ته یوه لیک کې خبر ورکړی چې هاګ کې نړیوالې محکمې ته د دې دوسیې د سپارلو لړۍ پیل شوې ده.
دغو هېوادونو خپله اعلامیه کې له ایرانه غوښتي چې "د سپاه پاسداران لخوا د هوايي دفاع دوو توغندیو په وسیله چې په لوی لاس او غیر قانوني توګه توغول شوي، د ۷۵۲ الوتنې د ویشتل کېدو اړوند د اختلافاتو د حل په الزامي پروسه کې" ګډون وکړي.
ظاهرآ دا لومړی ځل دی چې دغه هېوادونه په خپل یوه رسمي بیان کې پر دې اوکرایینۍ مساپر وړونکې الوتکې د سپاه پاسداران د توغندیو برید "قصدي" عمل بولي.
دا اعلامیه د ۷۵۲ الوتنې د پرځول کېدو د دریمې کلیزې درشل کې خپره شوې وه.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د ۸مې پر سهار دغه مساپر وړونکې الوتکه رانسکوره کړه او ۱۷۶ مساپر یې پکې ووژل.
د نړیوال غبرګون د همغږۍ ډلې غړو هېوادونو خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې ځواب ویلو ته د ایران د اړیستلو هڅو ته ژمن دي.
دوی دا وروستۍ اقدام "د روڼتیا، عدالت او ځواب ویلو ډاډمنتیا لپاره د پراخو هڅو برخه" بللې.
"ځواب ویلو ته شپږ میاشتې وخت"
ښاغلی اسماعیلیون وايي د نړیوال غبرګون د همغږۍ څلورو غړو هېوادونو چارشنبه د ډسمبر ۲۸مه ایران ته یو "مهم دیپلوماتیک یاداښت" استولی چې "د ۱۹۷۱ کال د مونترال تړون له مخې د ایران د حکومت پر جنايي مسوولیت دلالت کوي."
د مونترال تړون د نړیوال هوايي چلن خوندیتوب ډاډمنوي.
د ښاغلي اسماعیلیون په وینا دا یاداښت ایران پر دې الوتکه د قصدي برید مسوول ګڼي او هغو ټولو کسانو ته متوجه دی چې د ۷۵۲ الوتنې راغورځولو کې یې نقش لوبولی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د دې الوتنې د قربانیانو د کورنیو ټولنې ویاند وايي د ایران اسلاميجمهوریت اوس شپږ میاشتې وخت لري چې د دغو هېوادونو د اختلافاتو د حل غوښتنې ته ځواب ووايي.
د سپاه پاسداران لخوا ویشتل شوې الوتکه کې د کاناډا، بریتانیا، اوکرایین او سویډن وګړي وژل شوي.
که ایران د دغو هېوادونو غوښتنه ونه مني، دوی کولی شي دا دوسیه "رسمآ هاګ کې نړیوالې محکمې ته سپاري."
د هاګ نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو د قضايي څانګې په توګه عمل کوي او د دغه سازمان امنیت شورا او عمومي مجمع ته مشورتي نظر وړاندې کوي.
د دې محکمې غونډو کې د حکومتونو حضور اختیاري دی، خو له دغه اختیاري حضور سره سره دا ژمنتیا شته پر الزامي احکامو به یې عمل کوي.





















