راتلونکو ورځو کې ښايي چین کې هره ورځ یو میلیون خلک په کورونا اخته شي

د خپرېدو وخت

یوه روغتیايي چارواکي ویلي، اټکل کېږي چې چین کې به راتلونکو څو اونیو کې د کورونا وېروس پېښې پاموړ لوړې شي.‌ دا څرګندونې داسې مهال شوې چې په دې هېواد کې چارواکو پر روغتیايي سیستم فشار ډېر کړی دی.

که څه هم چین وايي، د کورونا وېروس پېښې په کمېدو دي، خو په دې هېواد کې کوویډ-۱۹ ناروغي د لاریونونو لامل شوې ده.

د چین حکومت وايي، د ډیسمبر پر ۲۲مه د کورونا وېروس کابو ۴۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوې دي، خو درې ورځې کېږي چې له کبله یې څوک نه دي مړه شوي.

په چین کې کارپوهانو اټکل کړی چې په څو اونیو کې به د کورونا وېروس پېښې اوج ته ورسېږي او ورسره به پر طبي سریچنو فشار هم ډېر شي.

ښايي د کورونا د اوج موده یوه یا دوې میاشتې دوام وکړي.

د چین حکومتي رسنیو د جمعې په ورځ د ختیځ چینډاو ښار د یوه چارواکي له خولې ویلي وو چې کورونا وېروس په دې ښار کې له یوه چټک پړاو تېرېدونکی دی او په دې وېروس هره ورځ تر نیم میلیون خلک ثبت شوي دي.

دی وايي دا شمېر په دویمه ورځ په سلو کې ۱۰ لوړ شوی دی.

بلومبرګ خبري اژانس د حکومتي روغتیايي اټکلونو له مخې ویلي وو، چې د روانې اونۍ یوازې یوه ورځ کې کابو ۳۷ میلیون کسان په کورونا وېروس اخته شوي.

د بلومبرګ بریتانیا مېشتي دفتر ویلي، غالباً دا اونۍ به په چین کې هره ورځ په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوړي او هره ورځ به تر ۵۰۰۰ ډېر کسان ومري، خو دا شمېرې او اټکل له رسمي شمېرو سره په تناقض کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره پنجشنبه د چین په ګډون له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د کورونا وبا په تړاول مالومات شریک کړي.

بلېنکن بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته یوه غونډه کې وویل، واشنګټن د کورونا وېروس په تړاو له ټولو هېوادونو سره مرستې ته چمتو دی،‌ خو زیاته یې کړه چې بیجېنګ له امریکا مرسته نه ده غوښتې.

په چین کې د کورونا د پېښو ډېرېدو له خبرونو سره د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو مشر ډاکټر ریان له چین وغوښتل چې د وېروس د تازه خپرېدنې په تړاو مالومات ورسره شریک کړي.