تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین له لاریونونو وروسته د کووېډ بندیزونو کې نرمي ښودلې
سره له دې چې چین کې د کورونا پېښو ورځنۍ کچه پورته شوې دغه هېواد کې د کورونايي محدودیتونو د کمولو نښې لیدل کېږي، څه چې د حکومت تګلارو کې یو بدلون بللی شي.
د بندیزونو د نرمولو لومړي ګام کې د شانګهايي او ګوانګژو ښارونو ځينې سیمې د ټولبندیز له سخت نوملړه ایستل شوي. دغه دواړو ښارونو کې تېرې اوونۍ د کووېډ ۱۹ پېښو کې زیاتولی راغلی و.
د چین د ولسمشر مرستیال هم ویلي هېواد له "نوي حالت" سره مخ دی. دا بدلونونو داسې مهال راځي چې وروستیو ورځو کې د حکومت د کورونا صفر کولو پر تګلارو سختې نیوکې وشوې او بېلابېلو ښارونو کې یې خلاف لاریونونه وشول.
د حکومت ضد پارېدنې هله وشوې چې د چین لوېدیځ ایالت سینګ یانګ کې په یوه ګڼ مېشته هستوګنیزه سیمه کې د اور لګېدنې له امله څو ۱۰ تنه مړه او څو نور ژوبل شول.
د ډېرو چیناییانو باور دادی چې ګواکې اوږد مهاله کوربندیو له خلکو سره د مرستې پرځای د مړینې کچه پورته کړې، څه چې چینايي چارواکو دغه ډول څرګندونې ردوي.
د چین څو ښارونو کې پرلپسې لاریونونه د پولیسو له سخت غبرګون سره هم مله وو، او ځېنو ښارونو کې په سختۍ لاریونیان وځپل شول.
د ګوانګژو په څېرو یو شمېر لویو ښارونو کې کورونايي محدودیتونه له یوې مخې لېرې کړل شول چې لاریون وال او پولیس په اخ و ډب کې ښکېل شول.
رویټرز خبري اژانس وايي پلازمېنه بیجینګ کې چې د کورونا ناروغۍ نښې نښاني پکې ډېرې دي خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې له کورونو ووځي.
دغلته د کال له سره تګلاره دا وه که په یوه سیمه کې د کویډ ۱۹ یوه پېښه هم موندل کېږي د حکومتي مامورینو له لوري باید ټوله سیمه کې ښاربندي وشي او یا هم د هغه اړوند ودانیو ټول خلک کوربند شي.
د شانګهای او چونګ کینګ په څېر ډېرو ښارونو کې دا ډول تګلارې نرمې شوي. د چین د لومړي وزیر مرستیال سان چولان چې د کووېډ ۱۹ سره د مبارزې یو له مخکښو چارواکو بلل کېده ویلي چې کورونا وېروس زور په کمېدو دی.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې نوموړي ویلي"د کووېډ۱۹ او اومېکرون ویروس په کمزوري کېدو، د ډېرو خلک واکسیندو، او د کووېډ کابو کولو کې د تجربو ترلاسه کېدو سره اوس هېواد له نوي حالت او له نویو مسؤولیتونو سره مخ دی چې په ټولیز ډول ددغه ناروغۍ کابو کولو ته کار وشي".
دا څرګندونې د چیني چارواکو له پخوانیو هغو سره خورا په توپیر کې دي، په تېر کې ویل کېده چې د کووېډ له منځه وړلو لپاره باید له سختو تګلارو کار واخیستل شي.
د چین د دولتي ټلویزون پخوانی مشر چې ډېر کله د دغه هېواد د کمونسټ ګوند پر پلوۍ پر ټوېټر نظرونه خپروي، وايي داسې برېښي چین د کوربندیونو او ښاربندیو له پلې کولو په تېرېدو دی.
يه وروستیو ورځو کې چین د کووېډ تر ټولو ډېرې پېښې درلودې، پر چهارشنبه یې شمېر ۳۹ زرو ته رسېده، که څه هم د یوه میلیارد او ۴۰۰ میلیونو وګړو هېواد ته دا شمېر هومره لوړ نه دی. د چین د دولتي سرچینو د شمېرو له مخې د پېښو پراخېدو سره پنځه زره ۲۰۰ کسانو د کویډ له امله ژوند بایللی.
که دا مالومات سم وي، مانا دا چې په هر یو میلیون کسانو کې یوازې درتنه مړه شوي، په داسې حال کې چې امریکا کې له یو میلیون وګړو درې زره یې د کورونا له امله مړه شوي.