چین د کورونا وېروس ریښو موندلو په اړه د جو بایډن غوښتنه وغندله

د خپرېدو وخت

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جو بایډن دا غوښتنه غندلې چې د کورونا وېروس ریښو موندلو لپاره دې له سره پلټنې وشي. ولسمشر بایډن چارشنبه یوه بیان کې د امریکا پر استخباراتي ډلو غږ وکړ چي د وېروس د سرچینې موندلو برخه کې خپلې هڅې دوه برابره کړي او په نوي ورځو کې رپوټ ور وسپاري.

دا ګام په داسې مهال دی چې د چین له یوه لابراتوار د دې وېروس د خپرېدو په هکله بیا رسنیو کې خبرونه په زیاتېدو دي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت پر امریکا تور لګولی چې د کورونا وېروس موضوع یې سیاسي کړې او پر نورو ملامتي ور اچوي.

چینایي چارواکي وایي، د دې هېواد په ووهان ښار کې د یو لابراتوار او د کورونا وېروس ترمنځ هېڅ تړاو نشته.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان ویلي: "امریکا د حقایقو او رښتیا په کیسه کې نه ده او د یوې موضوع په اړه جدي ساینسي څېړنو سره هېڅ لېوالتیا نه لري ".

نوموړي همدا راز تور لګولی چې د امریکا استخباراتي ادارې د ناسمو یا جعلي مالوماتو د خپرولو بدرنګ تاریخ لري.

یاده دې وي چې کورونا وېروس اول ځل د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې د چین د هوبي ولایت مرکزي ښار ووهان کې پیدا شو.

له هغه راهیسې تر اوسه نړۍ کې له ۱۶۸ میلیونو ډېر کسان پرې اخته او تر درې نیم میلیونو ډېر هم ترې مړه شوي دي.

ولسمشر بایډن څه غواړي؟

د سپینې ماڼۍ د چارشنبې ورځې د بیان له مخې، ولسمشر بایډن واکمنېدو سره د دې وېروس د رېښې په هکله د داسې رپوټ غوښتنه کړې ده، چې دا وېروس "له اغېزمن څاروي که د لابراتوار له پېښې انسان ته رسېدلی دی."

دې میاشت کې د رپوټ ترلاسولو سره نوموړي د نورو پلټنو غوښتنه وکړه.

ښاغلی بایډن وايي: "تر نن استخباراتي اداره د دې وېروس د سرچینې په هکله دوه فرضیې او سناریو لري، خو په دې برخه کې د پوښتنې ځوابولو لپاره لا هم پرېکند پایلې ته نه ده رسېدلې. "

د امریکا د امنیتي او استخباراتي ادارو اوسنی دریځ دا دی؛ "د استخباراتي ادارو رپوټ کې دوه عنصر لومړنۍ فرضیې ته متمایل دي او یو عنصر هم وروستۍ نظریې ته مایل دی، خو دواړه تمایلات ټیټ او متوسط دي او ټولې ادارې دې پایلې ته رسېدلې چې اوس یو تر بل غوره نه شي بللی. "

په همدې خاطر ولسمشر یایډن له خپلو استخباراتي ادارو- چې د ۱۷ سازمانونو ټولګه کې دي- غوښتنه کړې چې دې برخه کې هڅې دوه برابره کړي چې راتلونکي رپوټ کې پرېکند پایلې ته نږدې شي.

نوموړي دا غوښتنه هم کړې چې دا ادارې کانګرس هم له خپلو هڅو خبر وساتي.

نړیوال سازمان هم نوره پلټنه غواړي

تر دې مخکې او تېره سې شنبه د امریکا روغتیا وزیر له روغتیا نړیوال سازمان وغوتښل چې د کورونا وېروس د سرچینې د پلټنو راتلونکي پړاو کې د روڼتیا ډاډ ور کړي.

خاویر باسیرا د روغتیا سازمان د وزیرانو په کچه غونډه کې وویل، نړیوال کارپوهان باید د کورونا وېروس د سرچینې ارزولو اجازه ولري.

سږني مارچ کې روغتیا نړیوال سازمان له چینايي څېړونکو سره د دې وېروس د سرچینې په هکله د ګډو پلټنو رپوټ خپور کړ.

په هغه رپوټ کې د ووهان له وېروسپوهنې لابراتوار د دې وېروس خپرېدل "ډېر لرې" بلل شوي دي.

خو روغتیا نړیوال سازمان لا ډېره پلټنه ضروري بللې ده.

خو په دې تړاو لا هم پوښتنې شته او د امریکا استخباراتي ادارې پورې تړلي رپوټونه ښيي چې څو اونۍ مخکې تر دې چې چین د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت کړي د ووهان وېروسپوهنې ادارې درې غړي د ۲۰۱۹ کال نومبر کې روغتون ته یووړل شول.

د امریکا روغتیا وزیر خاوېر باسیرا د سې شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ناسته کې چین یاد نه کړ، خو د وېروس په هکله راتلونکو پلټنو کې یې د لا ډېر جدیت غوښتنه وکړه.

نوموړي د دې سازمان غونډه کې وویل: "کووېډ-۱۹ نه دا چې یو کال زموږ ژوند واخیست، بلکې میلیونونه انسانان یې مړه کړل. "

د هغه په خبره، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د سرچینې په هکله د پلټنې دویم پړاو باید رڼو شرایطو او د پوهې له مخې تر سره شي چې نړیوال کارپوهان پکې د دې وېروس د سرچینې او د لومړي خپرېدو د حالت ارزولو لپاره پوره خپلواکي ولري.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ له روغتیا نړیوال سازمان هیله وکړه چې د کورونا وېروس "د سرچینې ځانګړې ارزونه له لاسوهنې او سیاسي کولو پرته وشي. "

د امریکا د وېروسي ناروغیو او الرجۍ ادارې مشر او طبي برخه کې د امریکا د ولسمشر لوی سلاکار انتوني فاوچي باوري دی چې دا وېروس له حیوان انسان ته رسېدلی.

خو روانه میاشت یې دا هم ویلي و، نور باوري نه دی چې کووېډ-۱۹ په طبیعي ډول تولید شوی وي.

تېر کال چې ډونلد ټرمپ د امریکا ولسمشر و د ووهان له لابراتوار یې د دې وېروس خپرېدلو ادعا کوله، خو دې خبرې ته یې تر ډېره د دسیسې نظریې په سترګه کتل کېدل او ډېرو امریکايي رسنیو هم دا نظریه ناسمه بلله.

ښاغلي ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته یوه بیان کې لیکلي: "له اوله زه پوهېدم، خو سختې نیوکې را باندې کېدې، خو اوس وايي هغه(ټرمپ) سمه خبره کوله. "