د هند بهرنیو چارو وزیر: هند له چین سره پر پوله ځواکونه زیاتوي

جي شنکر

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د دوشنبې پر ورځ د خلکو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په یوه غونډه کې وویل، له ګاونډي چین سره په لانجمنه پوله خپل پوله ساتی ځواک کې د پام وړ او بې مخینې زیاتوالي راولي.

ښاغلی شنکر وایې، هند به چین ته اجازه ورنکړي چې پر پوله خپلسري ګامونه واخلي.

د هندي لوري له خوا دغه نوې څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د دواړو هېوادونو پوله ساتي د اروناچل پردېش ایالت په لانجمنه پوله سره ونښتل. هند وایې شخړه د چینايي سرتېرو له تېري وروسته رامنځته شوې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه پر پوله ټیکاو و او دواړو لوریو د موضوع په اړه خبرې کولې.

هند او چین دری زره ۴۴۰ کیلومتره ګډه نارسمي پوله لري چې (ال اې ټي) یا د واقعي کنټرول کرښې په نامه یادیږي او کمزوری سرحدي رسمیت لري.

پر دې کرښه تل دواړو خواوو ته پوله ساتي یو بل ته مخامخ ګوته په ماشه ولاړ وي او ډېر کله یې ترمنځ شخړې او نښې هم رامنځته کېږي.

خو دواړه هېوادونه هڅه کوي د تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جون میاشتي په څېر د سرتېرو ترمنځ د بلې خونړۍ جګړې مخه ونیسي.

د لداخ سیمې په ګلون دره کې د هغه جګړې له امله ۲۰ هندي او څلور چینایي سرتېري وژل شوي وو.

خو وروستی پېښه د روانې ډسمبر میاشتې پر نهمه نېټه رامنځته شوه چې پکې یو شمېر سرتېري برسېرن ټپیان شول او د هندي لوري په وینا په چټکۍ سره د دواړو هېوادونو سرتېري له سیمې شاته شول.

هند او چین

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د هند بهرنیو چارو وزیر د یوې هندۍ رسنۍ په رابلل شوې مناظره کې ددې پیښې په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل:

"نن، تاسو په هغه پوله ډېر هندي سرتېري لرئ چې له دې مخکې هېڅکله دومره ډېر نه وو، دا ددې لپاره دي چې د چین د تېري مخه ونیول شي. هندي سرتېري چې هلته ځاي پر ځای شوي، په فرضي کرښه به د هر ډول بدلون هڅې خنثي کوي. "

چین لا د هندي لوري دې نویو څرګندونو او خبرداریو ته ځواب نه دی ویلی.

وروستۍ پېښې روانه اونۍ په هند کې سیاسي ترينګلتیا هم زیاته کړې، د مخالفو ګوندونو استازي له پارلمان څخه ځکه وتلي چې د سرحدي شخړو په اړه د بېړني بحث پیلولو وړاندیز یې رد شوی دی.

د مهم مخالف ګانګریس ګوند مشر راهول ګاندي حکومت تورنوي چې د چین له خوا هند ته ګواښونه ناسم دي او بابېزه یې ګڼي. ښاغلی ګاندي تور پورې کوي چې په پوله د هند سرحدي ځواکونه ځپل شوي دي.

خو د بهرنیو چارو وزیر د مخالف ګوند مشر له خوا دا ډول خبرې هندي ځواکونو ته سپکاوی بللی او هغه تورونه هم نه مني چې حکومت حالاتو ته پام نه کوي.