اوکرايين وايي، روسیه پرې نوي کال ته د لوی ځمکني برید پلان لري

اوکرايين او روسيه

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې روسي پوځ د اوکرايين په جګړه کې په شا تګ کړی، اوکرايين پر روسیې تور پورې کړی چې ګواکې د نوي میلادي کال په لومړیو کې پر دغه هېواد د پراخ ځمکني برید تابیا لري.

د اوکرايين ولسمشر ولودومير زيلېنسکي او نورو لوړو پوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې کيېف او متحدان یې باید خوشبینه ونه اوسي.

لوړ پوړي جنرالان وايي، ښايي روسان په دغو بریدونو کې ختيځ دونباس، جنوبي سیمې او ان کيېف په نښه کړي.

خو لویديځوال شنونکي وايي، د روسیې هغه توان په چټکۍ سره په کمېدو دی چې بریالي ځمکني عملیات وکړي.

د بریتانیا تر ټولو لوړ پوړي پوځي افسر ټوني راډاکېن دا اوونۍ ویلي چې جګړه به په خپله مسکو ډېر زیانمن کړي او په خبره یې، اوس روسیه د توپچي مهماتو له جدي کمښت سره مخ ده.

له رسنیو سره په خبرو کې د اوکرايين دفاع وزیر اوليکسي ريزنيکوف ویلي، داسې شواهد شته چې روسیه، که څه هم د جګړې په ډګر کې له سختو ماتو سره مخ شوې، خو د یوې پراخې ځمکنۍ جګړې تابیا لري.‌

د ښاغلي ریزنيکوف په وینا ښايي دغه برید په فبروري کې وشي ځکه چې تر هغه به د هغو ۳۰۰ زره سرتېرو نیمايي هغو خپله روزنه بشپړه کړې وي چې روسیې پر اوکرايين د جګړې "خدمت" لپاره ګمارلي دي.

د اوکرايين دفاع وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روسي ځواکونو پر خېرسون ښار بیا د توغندیو ګوزارونه کړي دي.

پر خېرسون د روسیې تازه بریدونو دغه ښار له برېښنا بې برخې کړی

Administration building in the centre of Kherson damaged by shelling

د عکس سرچینه، Kherson OVA

د عکس تشریح، د چارشنبې پر ورځ د ځايي ادارې پر ودانۍ ګوزارونه شوي او پر پنجشنبه هم بریدونو دوام درلود.

اواکراییني چارواکي وايي، د دې هېواد پر خېرسون ښار چې تېره میاشت دوی له روسیانو بېرته ونیو د روسي ځواکونو توغندیزو ګوزارونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د سیمې والي وايي، دې ښار په ساحلي سیمه کې پر تاسیساتو د روسي توپخانې درنو ګوزارونو له کبله ټول ښار په تیاره کې ډوب شوی. په تېره فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته له خېرسون ښاره د روسي پوځيانو وتل د مسکو لپاره یو خورا مهم شاتګ بلل کېږي.

د یادونې ده، چې څو اونۍ کېږي، روسي ځواکونه د اوکراییني ښارونو پر مهمو تاسیساتو پرلپسې بریدونه کوي. له همدې کبله په داسې حال کې چې اوکرایین کې د ژمي خورا سوړ موسم رسېدلی، میلیونونه اوکرایینیان له برېښنا او کورونو تودولو له نظامه بې برخې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وینا په تازه بریدونو کې د توپو او توغندیو مرمۍ د ځايي ادارې له ودانۍ نژدې ۱۰۰ متره شاوخوا ساحه کې لګېدلې دي. د یادونې ده، چې له دې بریدونو یوه ورځ مخکې د ځايي ادارې ودانۍ ته په همداسې یوه برید کې سخت زیان اوښتی.

د اوکراییني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د نن ورځې برید کې یو ۳۲ کلن روغتیا پال او یو ۷۰ کلن سړی هغه مهال ووژل شول، چې د طبي مرستو پر یوه مرکز ګوزارونه ولګېدل.

د روسیې له لوري ګومارل شوی چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، پر دونیڅک ګهیځ اووه بجې توغندیز برید شوی.

د عکس سرچینه، Telegram/Alexei Kulemzin

د عکس تشریح، د روسیې له لوري ګومارل شوی چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، پر دونیڅک ګهیځ اووه بجې توغندیز برید شوی.

بل لور د اوکرایین دویم لوی ښار خارکیېف کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ښاروال ایګور تیریخوف وايي، د خدماتو پر اډانې ګوزارونه شوي او له ځايي خلکو یې غوښتي چې که امکان ولري، په پناه ځایونو کې دې پاتې شي.

بل لور د روسیې له لوري ګومارل شوي چارواکي وايي، اوکراییني ځواکونو د دونیڅک پر مرکزي سیمو ''تر ټولو پراخ هوايي برید '' پیل کړی دی.

د روسیې له لوري ګومارل شوی ځايي چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، ۴۰ راکټونه پر سیمه توغول شوي چې له کبله یې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وايي، د روسیې بریدونو له کبله اوکرایینیان ''له خورا سخت کړاو '' سره مخامخېږي. د نوموړي په وینا دغه ډول نور بریدونو د نورو خلکو بې ځایه کېدو په ګډون د جدي ننګونو لامل کېدای شي.