تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ښځې خپل تی رودونکی ماشوم وژلی، د بل د وژلو هڅه کې ناکامه شوه
په ایرلنډ کې یوه ښځه وروسته تر هغه لږ تر لږه شل کاله زنداني شوه چې د خپل دوه کلن ماشوم په وژلو او د یوه بل ۱۱ میاشتني ماشوم د وژلو پیلولو په جرم تورنه شوه.
قاضي په دې حکم کې دا یو "وحشیانه برید" بللی او تورنه ۴۲ کلنې ښځې دوه کاله مخکې خپل ماشوم تر مرګه په چړو وهلی دی.
دې د خپل کوچني ماشوم د وژلو هڅه هم کړې که پولیس پر وخت نه وای ور رسېدلي.
محکمې پر دغو ماشومانو د جان او جیرارد نومونه اېښي چې د ژغورل شوي ماشوم د هویت ساتنه پکې وشي.
د محکمې پرمهال قاضي د قضیې جزییات واورېدل چې ګنې ماشومانو څومره ځور لیدلی، مور یې د نشه کوونکي مورفین لاسټیک له جرم مخکې د دوی پر بدن سرېښ کړی دی.
لومړی دا ښځه عمري بندي شوې وه.
محکمې ویلي، یو بل ماشوم هم مړژواندي حالت کې و، چې د پولیسو له رسېدو سره د مرګ له خولې ژغورل شوی دی.
قاضي تورنې ښځې ته وویل، اقلا ۲۰ کاله باید زندان کې تېر کړې.
وړاندې محکمې د ماشومانو د پلار خبرې اورېدلې وې. ده ویلي وو چې د کور د خوب خونه کې یې دواړه له مور سره وموندل.
دی وايي ښځې یې پرله پسې پیغامونه ورواستول او دی هم له کاره چټک د کور خوا ته وخوځېد، دې وروستي پیغام کې ورته ویلي وو چې دواړه ماشومان یې ووژل او دا هم د مرګ په حالت کې ده، همدا وو چې مېړه یې لار کې امبولانس ته زنګ وواهه.
د روان کال پیل کې د محکمې پرمهال، ښځې ټول تورونه رد کړل.
خو کله چې طبي ازموینو د هغې دروغ ثابت کړل، خپله ګنا یې ومنله او د یوڅه سپکې سزا غوښتنه یې وکړه.