تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برنډه کې پرېښودل شوی ماشوم یخنۍ وژلی
روسي چارواکو له هغه وروسته پوښتنې ګروېږنې پیل کړې، چې د یوه کور په بلۍ یا برنډه کې سخته یخنۍ کې پرېښودل شوی ماشوم له کنګل کېدو وروسته ساه ورکړه.
ویل کېږي ماشوم په ګرځنده ځانګو کې پنځه ساعته داسې حال کې برنډه کې پاتې و، چې د تودوخې درجه منفي اووه سانتي ګرېډ وه.
د ځایي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، مور او پلار یې دا ماشوم د تازه هوا اخیستو لپاره برنډه کې پریښی و.
وروسته د روغتیا ځايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې په یوازې سر ماشومان په بهر پرې نږدي.
روغتیايي چارواکو په یوه انسټاګرام پوسټ کې ویلي: تاسې ته باید هر وخت معلومه وي چې ماشومان مو چېرې او له چا سره دي.
په پیغام کې زیاته شوې: که کوم بل ماشوم په خطر کې ووینئ، مه ترې تېږیږئ، ځکه که په ژمي کې په لارو کوڅو کې ورک او یا ټپي ماشومان په خورا چټکۍ سره د تودوخې د ټیټې درجې له کبله ګواښ سره مخ کېدلای شي.
پیغام کې د خاباروسک سیمې په تړاو ویل شوي چې یو شمېر میندې، پلرونه د خپلو ماشومانو خوندیتوب په هکله بې غوري او بې پروايي کوي.
د لینتا نومي روسي خبري سایټ په رپوټ کې ویل شوي، په هغه رپوټ کې چې د دغه ماشوم د مړینې په تړاو ځايي پارلمان ته وړاندې شوی راغلي چې ماشوم د هایپوترمیا له کبله وژل شوی دی.
هایپوترمیا تر ډېره وخته د سختې یخنۍ له کبله د بدن تودوخې درجې د زیات غورځېدو له کبله رامنځته کېږي.
د پاخه عمر کسان او کوچني ماشومان د دغه طبي حالت له کبله له زیات خطر سره مخ شي. په هغو سیمو کې چې ژمی یې سخت وي، معمولاً د خوب لپاره ماشومان بهر نه پرېښودل کېږي، خو د فنلنډ او ناروې په څېر یو شمېر شمالي هېوادونو کې هم ځینې کسان په دې باور دي چې ماشومان د بندو دروازو تر شا نه، بلکې په پرانیستې هوا کې ښه خوب کوي.