جمرود کې د ښوونځي استاد خپل ۱۳ کلن شاګرد وژلی

    • Author, رفعت الله اورکزی
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

د پښتونخوا د خیبر ضلعې جمرود سیمه کې د یو شخصي ښوونځي استاد خپل یو ۱۳ کلن شاګرد وژلی دی. دا ماشوم کاشف اپرېدی نومېده او یوه اوونۍ وړاندې یې مړی موندل شوی و.

پولیسو ویلي، دا استاد یې رویداد نومېده او څه موده وړاندې یې کاشف ته یو موبایل تیلیفون په تحفه کې ورکړی و، او پولیس توانېدلي چې د پلټنو پر وخت د همدې موبایل د سېم کارډ په مرسته قاتل وپېژني.

دیارلس کلن کاشف د اکتوبر پر اوومه نېټه جمرود کې د خپل کور له مخې لادرکه شوی و او په سبا ورځ یې مړی په ټېډي بازار کې وموندل شو.

پولیس وایي، کاشف په ملا کې یو ډز لګېدلی و او ډېره وینه یې ضایع کړې وه، چې همدا یې د مړینې لامل هم شوی.

د پولیسو په وینا، کله چې ټول ثبونه ترلاسه شول نو له قاتل سره بله چاره نه وه او پخپله یې د پولیسو پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

استاد رویداد پولیسو ته ویلي، ده به تل خپل شاګرد کاشف ته نصیحت کاوه چې له ځانه مشرانو هلکانو سره دې نه ګرځي. خو کاشف یې خبره نه منله او ده له همدې کبله پرې ډز وکړ او ویې واژه.

ځایي پولیس وایي، د عدلي طب له پلټنو وروسته به جوته شي چې ایا تر وژنې وړاندې استاد له کاشف سره کوم بد یا نا مناسب عمل هم کړی او که نه.

د کاشف د تره زوی ویلي، د جنازې پر ورځ یې همدا استاد هدیرې ته هم ورغلی و هلته یې په چیغو چیغو ژړل، او وروسته بې هوښه شوی هم و.

د تره زوی یې وایي، کاشف یو تکړه ماشوم و او کله یې هم په کور کې له خپل دې استاده شکایت نه و کړی.