امریکا سعودي ته د چین د ولسمشر سفر ته په کوم نظر ګوري؟

سعودي عرب د چین د ولسمشر هغسې هر کلی وکړ لکه د جو بایډن یې چې کړی و. خو له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ښاغلي شي روغبړ له هغه ډېر توپیر درلود کوم چې بایډن له بن سلمان سره کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي عرب د چین د ولسمشر هغسې هر کلی وکړ لکه د جو بایډن یې چې کړی و. خو له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ښاغلي شي روغبړ له هغه ډېر توپیر درلود کوم چې بایډن له بن سلمان سره کړی و.
    • Author, رافد جبوري
    • دنده, بي بي سي - واشنګټن
  • د خپرېدو وخت

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ سعودي ته پرون خپل سفر پای ته ورساوه. سعودي دې سفر ته ډېر ارزښت ورکړ او د ښاغلي شي یې تود هر کلی وکړ.

د دې سفر پرمهال په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه لاسلیک شول. نوموړي د خلیجي همکاریو شورا سرمشریزه کې هم برخه واخیسته.

خو سعودي سیمه کې د امریکا نږدې او ستراتیژیک ملګری هم بلل کیږي. چین هم هڅه کوي د منځني ختیځ له هېوادونو سره اړیکي پراخ کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر اوړی سعودي عرب ته خپل سفر پرمهال په ډاګه وویل چې نه غواړي له منځني ختیځه ووځي او چین، روسیې او ایران ته ځای خالي کړي.

خو چین چې له امریکا وروسته نړۍ کې دویم لوی اقتصاد لري د منځني ختیځ هېوادونو کې مهم ځای لري.

دا چې چین د سعودي عرب لوی اقتصادي شریک دی نو ځکه امریکا دغه هېواد ته د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ سفر ته ډېر ارزښت ورکوي او آن ښايي پایلو ته یې اندېښنه ولري.

د ویډیو تشریح، سعودي ته د بایډن سفر

که څه هم امریکايي چارواکو په دې اړه پوښتنو په ځواب کې ویلي چې خپل ملګري هېوادونه نه مجبوروي، خو د ملي امنیت ویاند یې جان کربي ویلي واشنګټن پوهیږي چې چین غواړي منځني ختیځ ته خپل نفوذ وغځوي، خو هغه د چین د فعالیت پر بڼه نیوکه وکړه ځکه د نړیوال نظام اصول پام کې نه نیسي.

که څه هم امریکايي چارواکي په دې اړه په دپلوماتیکه ژبه خبرې کوي، خو سعودي عرب ته د چین د ولسمشر سفر د اغېز لرونکو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او منځني ختیځ د دوی د نفوذ برخه کې یوه مهمه مسله ده.

سعودي عرب د چین د ولسمشر هغسې هر کلی وکړ لکه د جو بایډن یې چې کړی و. خو له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ښاغلي شي روغبړ له هغه ډېر توپیر درلود کوم چې بایډن له بن سلمان سره کړی و.

بایډن په لاس له بن سلمان سره د معمول په شان روغبړ ونه کړ، سوک یا موټی لاسونه یې یو له بل سره ولګول.

ځینو ویل بایډن وښودله چې نه غواړي د خبریال جمال خاشقجي د وژنې قضیې له امله له بن سلمان سره روغبړ وکړي. پر هغه تور دی چې یاد خبریال د ده په امر وژل شوی.

بایډن په لاس له بن سلمان سره د معمول په شان روغبړ ونه کړ، سوک یا موټی لاسونه یې یو له بل سره ولګول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بایډن په لاس له بن سلمان سره د معمول په شان روغبړ ونه کړ، سوک یا موټی لاسونه یې یو له بل سره ولګول.

سعودي ته د بایډن سفر ډېر بریالی نه بلل کیږي، یو دا چې امریکا په دې کې پاتې راغله چې سعودي قانع کړي چې د تېلو تولید کچه کمه نه کړي.

خو روسیې او سعودي د اوپېک له لارې هوکړه وکړه چې د تېلو تولید کم کړي. دې ګام د تېلو بیې لوړې کړې او د بایډن اداره په کور دننه له نیوکو سره مخامخ شوه او مجبوره شوه له خپلو ستراتیژیکو زیرمو ګټه واخلي.

چين لکه د امریکا په څېر د بشري حقونو پر مسله تمرکز نه لري، هلته یو حزب حاکم دی او په خپله پر بشري حقونو په تېري تورن دی.

خو له بل اړخه د سعودي او امریکا اړیکي څو لسیزې مخینه لري، له سختو پړاوونو تېرې شوي، په همدې دلیل ځینې څارونکي د امریکا او سعودي اړیکي ډېر ژور بولي.

د خبریال خاشقجي مسله امریکا خپل دریځ نرم کړی او بن سلمان ته په قضايي مصؤونیت قایله شوې ده.

د دواړو هېوادونو داړیکو بل مهم اړخ امنیتي اړیکي دي، کله چې تېره میاشت د سعودي په وینا له ایرانه وګواښل شول، له امریکا سره یې د همغږۍ خبره وکړه نه له چین سره.

سعودي ته د ښاغلي شي د سفر پرمهال څو تړونونه لاسلیک شول، خو امنیتي برخه کې هېڅ هوکړه نه وه. دا سمه ده چې سعودي او چین امنیتي همکاري لرې خو له امریکا سره د پرتلې وړ نه ده.

خو له دې هر څه سره، سره نړۍ بدلیدونکې ده او په ۲۱مه پېړۍ کې د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي سیالۍ پر نړیواله یوه اغېز لرونکې مسله ده.