د ايران د بشري حقونو سازمان: ۴۵۸ کسان وژل شوي او ۱۱ نور په اعدام محکوم شوي

د عکس سرچینه، BEHROUZ MEHRI
د ايران د بشري حقونو سازمان وايي، د دغه هېواد په روانو مظاهرو کې "لږ تر لږه ۴۵۸ تنه وژل شي چې ۶۳ په کې ماشومان او ۲۹ تنه نور ښځې دي."
دغه سازمان چې د ناروي په پلازمېنه اوسلو کې دی وايي، لږ تر لږه ۱۱ تنه لاريون کوونکي په اعدام هم محکوم شوي دي.
خپله ایراني چارواکو بیا تر اوسه په دې پراخو لاریونونو کې د وژل شویو یا نیول شویو کسانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی خو دا لاریونونه له هرې نیونې یا وژنې وروسته نوی رنګ اخلي.
د ايران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود اميري مقدم د ايران په محکمو کې د عادلانه محاکمې د معيارونو نه مراعتولو ته په اشارې سره محاکمې "نمايشي" بللې او د دغو محکمو له خوا د اعدام د حکمونو صادرېدل، تر قضايي معیارونو ورهاخوا د معترضینو د قتل د دوام پروګرام بللې دي.
د بشري حقونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د ایران حکومت هڅه کوي د معترضینو په دوسیو کې ابهام او ناڅرګندتیا رامنځته کړي، همدارنګه یې د ایران قضایه دستګاه تورنه کړې چې له قصده د دغو خلکو له دوسیو سره تړلو احکامو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کوي.
ایران کې دغه اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې دوه ویشت کلنه مهسا امیني د ایران اخلاقي پولیسو په بند کې مړه شوه.
لا تر اوسه روښانه نه ده چې د هغې د نیول کېدو پرمهال څه پېښ شوي دي.

د عکس سرچینه، Social media
له ايران څخه وروستي راپورونه ښيي چې د مشهد او تهران په څو پوهنتونو کې اعتراض کوونکي د پوليسو او د هغو کسانو چې په شخصي جامو کې وو له تاوتريخوالي سره مخ شوي، په ځينو مواردو کې د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د عيني شاهدانو په وينا د تهران په پوهنتون کې د نښتو په ترڅ کې يوشمېر محصلين ټپيان شوي هم دي.
په ايران کې د اعتراضونو له پراخېدو سره، په تهران او نورو ښارونو کې د وسله والو ځواکونو حضور ډېر شوی، د ايران حکومت، امريکا، بريتانيا، اسرائیل او په بهر کې مېشتې کوردۍ ډلې د دغو احتجاجونو په پارولو تورنوي.





















