ایران کې لاریونونه ؛ چارواکي وایي اعتراض کوونکي به په حقیقت موندونکې کمېټه کې استازي ونه لري

د عکس سرچینه، khabaronline
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د حقیقت موندونکې کمېټې په نوم جوړیدونکي نوې کمیټې د ترکیب په اړه تازه جزیات خپاره کړي.
هغه ویلي دا کمېټه وروستیو اعتراضونو ته د رسېدو په موخه جوړیږي او په وینا یې سیاسي جریانونه او ګوندونه به پکې هیڅ رول ونه لري.
د ایران دغه چارواکي زیاته کړې" بحثونه جنجالي دي نو ځکه باید د د دغو ټولو اعتراضونو ريښې، عوامل او د دې پېښو اصلي لوبغاړي پیدا شي" نو په دې بنسټ له رول لرونکو به څوک په دې کمېټه کې غړیتوب نه لري.
د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي" اعتراض کونکي په حقیقت کې کوم ځانګړی استازی نه لري، دا چې مونږ تر ډېره د اعتراضونو پر ځای له تاوتریخوالي سره مخ یو او دا چې همدا کسان چاته د منطقي خبرو د بیان وار نه ورکوي نو ځکه تاوتریخوالي کوونکي نشي کولای کوم ځانګړی استازی ولري."
دا اعلان داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ایران کې د بشري سرغړونو څيړلو لپاره د یوې نړیوالې حقیقت موندونکې کمېټې جوړولو وړاندیز وکړ خو ایران سملاسي دا وړاندیز رد کړ او ټینګار یې کړی چې له دې کمېټې سره به همکاري ونکړي.
د اصلاح غوښتونکو استازې د ایران د ملي امنیت شورا له سلاکار سره خپل وړاندیزونه شریک کړل

د عکس سرچینه، isna
د اصلاح غوښتونکو "ایران اسلامي ملت اتحاد ګوند" مشرې اذر منصوري له یو شمېر سیاسي فعالانو سره په ګډه نن د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني سره کتلي دي.
د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې آغلې منصوري په دې لیدنه کې دولت ته د اعتراضونو اړوند ځينې وړاندیزونه ورکړل.
نوموړې ویلي" حاکمیت باید له خلکو سره خبرې وکړي، خپلې نیمګړتیاوې ومني ، هغه کړنې او ویناوې چې په خلکو کې نفرت خپروي او خلک په غوصه کوي باید کنټرول شي، ټولنیزې رسنۍ لکه انسټګرام، ټوېټر، ټلګرام، فېسبوک او کلب هاوسونه فیلتر کړي او لږ تر لږه یو ګوند چې د راټولیدو غوښتنه یې کړې وه مجازات کړي."
اغلي منصوري ویلي چې د بندیزونو د ختم او اقتصادي ستونزو څخه د هېواد د ژغورنې په موخه دې" له امریکا او لویدیځ سره ستونزې حل او له هېواده بهر د مېشتو ایرانیانو له ظرفیته دې ګټه واخیستل شي."
د دغې ګوند مشرې له دې ناستې وروسته ویلي، که ایران په دې اړه ګامونه اخلي "دوی به له دغو زړه ورو اصلاحاتو ملاتړ وکړي."
ایران کې دغه عتراضونه هغه مهال پیل شول چې دوه ویشت کلنه مسها امیني د ایران اخلاقي پولیسو په بند کې ووژل شوه، په دغو احتجاجونو کې تر دې مهاله ګڼ کسان وژل شوي او نیول شوي دي.



















