نويو انځورونو د اوکرایین ماریوپول کې د روسي پوځ نوې اډه په ډاګه کړې

    • Author, مټ مورفي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

روسیه له اوکرایین په نیول شوي ساحلي ماریوپول ښار کې د یوې لویې پوځي اډې په جوړولو هلته خپل پوځي حضور غښتلی کوي. د "مکسار" د ځمکې د څار شرکت په مټ اخیستل شویو د مصنوعي سپوږمکیو په انځورونو کې ښکاري چې هلته یوه لویه پوځي اډه جوړه شوې ده.

نوې اډه ښار منځ ته نژدې د اس د نیال یا د انګلیسي U توري په بڼه جوړه شوې او پر بام یې د روسي پوځ ستوری لرونکی نښان له سور،‌ سپین او اوبیزو رنګونو سره ښکاري او (د ماریوپول وګړو لپاره) توري پرې لیکل شوي.

ماریوپول

د عکس سرچینه، Maxar

د مسکو ځواکونو د روان کال په اوږدو کې کابو درې میاشتې دا ښار کلابند کړی و او د پرله‌پسې توپونو او توغندیو بریدونو له کبله هلته د ښار ویجاړې شوې مېنې لاهم کنډوالې پاتې دي.

اوکراییني چارواکو تېره میاشت په بریدونو کې د شاوخوا ۲۵ زره کسانو د وژل کېدو اټکل کړی و،‌ خو ملګرو ملتونو ویلي وو، دوی د ۱۳۴۸ ولسي وګړو وژل کېدل په زبات رسولي، خو وايي ښايي د وژل شویو ریښتینی شمېر "تر زرګونو واوړي".

د ښار د هدیرو له انځورونو ښکاري چې ساحه یې پراخه شوې ده. رپوټونه وايي، روسي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې له کنډواله شویو ودانیو د خښولو لپاره مړي رایستلي دي.

تېره میاشت د بي بي سي پانوراما پروګرام د انځورونو د شننې برخې ویلي وو چې د ښار په هدیرو کې ۱۵۰۰ نوي قبرونه کیندل شوي دي.

د ماریوپول هدیرې دا انځور د ۲۰۲۲ مارچ کې اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، د ماریوپول هدیرې دا انځور د ۲۰۲۲ مارچ کې اخیستل شوی
په انځور کې چې نومبر کې اخیستل شوی، نوي قبرونه ښکاري

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، په انځور کې چې نومبر کې اخیستل شوی، نوي قبرونه ښکاري

همداشان، د ښار تفرېح‌ځایونو شاوخوا یو لوی ساتندویه مانع جوړ شوی، چې د اټکل له مخې د تېرې مارچ میاشتې پر ۱۸مه د روسي ځواکونو د توغندیو په بریدونو کې هلته سلګونه کسان وژل شوي.

دا برید چې د بښنې نړیوالې ادارې د روسیې (ښکاره جنګي جرم) بللی و او په سیمه کې د پراخې ویجاړۍ لامل شوی و.‌

د مارچ میاشتې له برید وروسته د ماریوپول تفریح ځای کې کنډوالې

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، د مارچ میاشتې له برید وروسته د ماریوپول تفریح ځای کې کنډوالې
په نوي انځور کې د تفریح ځآی شاوخوا لوی مانع ښکاري

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، په نوي انځور کې د تفریح ځآی شاوخوا لوی مانع ښکاري

اوکراییني چارواکو ویلي چې د روسیې په بمباریو کې د ښار ۹۰ سلنه زېربناوې ویجاړې شوې دي او نویو انځورونو ښودلې چې مسکو ګڼې هغه استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې دي چې تر ویجاړېدو وروسته یې د بېرته رغولو امکان نه و.

استوګنیزې ودانۍ چې د روسیې د مارچ میاشتې بردی کې په نښه شوې دي

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، استوګنیزې ودانۍ چې د روسیې د مارچ میاشتې بردی کې په نښه شوې دي
په نویو انځورونو کې د بیارغونې د پیلامې په توګه د زیانمنو شویو ودانیو ویجاړول ښکاري

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، په نویو انځورونو کې د بیارغونې د پیلامې په توګه د زیانمنو شویو ودانیو ویجاړول ښکاري

په نورو انځورونو کې د ښار د پېر و پلور مرکز کې د ودانیزو چارو زښت ډېر مواد لیدل کېږي. پر ماریوپول د روسیې د بریدونو پرمهال ګڼ ولسي وګړي له دغه مرکز بهر د خوړو او نورو اړینو توکو ترلاسه کولو لپاره انتظار وو.

انځور کې د ماریوپول میترو پېر وپلور مرکز کې د ودانیزو چارو مواد ښکاري

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، انځور کې د ماریوپول میترو پېر وپلور مرکز کې د ودانیزو چارو مواد ښکاري
د پېر و پلور مرکز مارچ کې

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، د پېر و پلور مرکز مارچ کې

دا انځورونه داسې مهال خپاره شوي چې رپوټونه وايي روسیه ماریوپول کې خپل دفاعي ځایونه ډېر ورو-ورو جوړوي، ځکه چې د ښار سوېل او ختیځ کې د اوکرایین مقابل بریدونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

ماریوپول ښار د روسیې لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه چې دا ځای له کریمیا سره- چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړی - د روسیې د نښلېدو لپاره د (وچې پُل) په توګه کارول کېدای شي.