بهر مېشتو هندیانو روان کال خپل هېواد ته ریکارډ کچه ۱۰۰ میلیارده ډالر استولي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نایانا مینا
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د نړیوال بانک یوه رپوټ کې ویل شوي، بهر مېشتو هندیانو د روان کال اوږدو کې خپل هېواد ته ۱۰۰ میلیارده ډالر استولي دي. د رپوټ له مخې، دا لومړی ځل دی چې یو هېواد ته دومره پیسې له بهره استول کېږي.
هند ته د استول شویو پیسو کې د زیاتوالي لاملونه په امریکا او نورو پرمختللیو هېوادونو کې د معاشونو زیاتوالی او د کاګرانو لپاره کاري فرصتونو ډېروالی یاد شوی دی.
بل لور د همدې ۲۰۲۲ کال موده کې په ټوله نړۍ کې د کډوالو کارګرو لخوا خپلو هېوادونو ته د استول شویو پیسو کچه کې پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.
د نړیوال بانک په وینا په هغو هېوادونو کې چې عاید په کې کم یا متوسط دی، له بهره ترلاسه شوې پیسې د ورځني ژوند یوه خورا مهمه وسیله ده.
له بهره استول شویو پیسو ته د روغتیا او ټولنیز ژوند له ښه کېدو سره هم تړاو ورکول کېږي. په دې کې د بېلګې په توګه د نویو پیدا شویو ماشومانو زیات شوی وزن او یا په ښوونځیو کې د داخله اخیستونکو شمېر زیاتوالی هم یادېږي.
مصر، فیلیپین، مکسیکو او چین بیا نور داسې هېوادونه دي، چې بهر مېشتو وګړو یې ډېری پیسې استولې دي.
د یادونې ده چې دا وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر هندیان د امریکا، بریتانیا او سنګاپور په ګډون هغو هېوادونو ته د کار لپاره تللي دي، چې لوړ معاشونه پکې ورکول کېږي.
دا پیسې د هند کورني مجموعي عاید (جي ډي پي) درې سلنه کېږي.



















