داعش ډله وايي، مشر یې وژل شوی او نوی ځایناستی یې ټاکل شوی دی

د خپرېدو وخت

پر ټلیګرام یوه غږیزه وینا کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ویاند ابو عمر المهاجر ویلي، دا وروستیو کې یې مشر ابو الحسن القرشي وژل شوی دی.

نوموړی په تېره مارچ میاشت کې وروسته له هغه د داعش ډلې مشر شو چې پخوانی مشر یې ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د سوریې شمال کې د امریکا په برید کې ووژل شو.

تر اوسه روښانه نه ده چې د داعش ډلې دغه مشر په کوم ځای کې او څه ډول وژل شوی دی.

د داعش ډلې تازه ویلي، د ابو الحسن القرشي له وژل کېدو وروسته یې ابو الحسن الحسیني القرشي د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې د پراخو سیمو له لاندې کولو وروسته د هغه مهال مشر یې ابوبکر البغدادي په نړۍ کې د اسلامي خلافت د جاري کولو اعلان وکړ.

د اسلامي دولت اعلانوونکی مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال د رپوټ له مخې، په عراق او سوریه کې اسلامي دولت نومې ډله زرګونه وسله وال لري.

د امریکا په مشرۍ ټلوالې په عراق او سوریه کې له داعش ډلې سره سختې جګړې وکړې او ډېرې یې سیمې یې د هغوی له واکه بېرته ونیولې.

سره له دې چې اسلامي دولت نومې ډله کومه ځانګړې سیمه په لاس کې نه لري خو لا هم په افغانستان، سوریه، عراق او د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ډېرو سیمو کې د یوه ګواښ په توګه فعاله ډله بلل کېږي.

اسلامي دولت خراسان څانګه په افغانستان او سویلي اسیا کې د دغې ډلې خاښ دی چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت او تر ډیره شیعه مذهبو وګړو پر مېشت ځایونو خونړي بریدونه کوي.