بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د داعش مشکوک غړي او ملاتړي اعدام کړي؛ طالبان یې ردوي

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د بشر حقونو څار سازمان اعلان کړی، د طالبانو ځواکونو د افغانستان ختیځ کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) مشکوک غړي او ملاتړي په خپلسري ډول اعدام کړي او نادرکه کړي دي. خو طالبان دا نه مني چې دغسې وژنې دې شوې وي.

دغه سازمان نن پنجشنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له تېر کال اګسټ راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دغه هېواد په ختیځ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو اوسېدونکو د اوبو په کانالونو او نورو ځایونو کې څه د پاسه د ۱۰۰ کسانو مړي موندلي دي.

د دغه سازمان یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د طالب ځواکونو د دغو سیمو په هغو ځايي اوسېدونکو ناقانونه شپني عملیات کړي چې هغوی یې د "داعش" ډلې پر ملاتړ او یا هغوی ته په پنا ورکولو تورن کړي دي.

د یاد سازمان په وینا د دغو عملیاتو پرمهال طالب ځواکونو د سیمې اوسېدونکي وهلي او هغه کسان یې له کومې قانوني څېړنې پرته نیولي چې دوی پرې شک کړی چې د "داعش" ډلې غړي او ملاتړي دي.

له دغو کسانو یو شمېر یې اعدام شوي، سرونه یې غوڅ شوي او یا په قصدي ډول نادرکه شوي دي.

بشر حقونو څار سازمان کې د آسیا برخې مشرې پاتریشا ګوسمن ویلي:''موږ ننګرهار کې د یو تش کانال پلټنه وکړه، په هغه کې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ د ۲۰۲۲ کال تر اپریل دغه کانال ته له ۱۰۰ ډېر جسدونه غورځول شوي دي. داسې ښکاري چې طالبانو خپلو ځواکونو ته د شکمنو اورپکو د نیولو، نادرکه کولو او وژلو واک ورکړی دی."

د بشر حقونو څار سازمان خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر او ۲۰۲۲ کال د جون تر منځ یاد سازمان د یوه سیمه ییز بنسټ په مرسته چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۶۳ کسانو سره خبرې کړي دي.

په دغو کې ۴۲ کسانو سره یې مخامخ خبرې شوي او ۲۱ نورو سره پر ټیلیفون غږېدلي دي.

دغو کسانو د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي، ۵۲ مړي چې د ډېرو جسدونه یې ټوټونه شوي، د اوبو په اوږده کانال کې لیدلي دي.

د خبرپاڼې په ټکو: "جسدونو کې د اعدام او شکنجې نښې له ورایه ښکارېدې، د ځینو پښې نه وې او چا پورې لاسونه نه و. په غاړو کې یې پړي يراته و یا یې غاړې پرې شوې وې."

د ننګرهار روغتیايي کارکوونکي وايي، د اګسټ او ډسمبر په میاشتو کې یې ۱۱۸ مړي په دغه ولایت کې موندل شوي او ثبت شوي دي.

د طالبانو غبرګون

سره له دې چې د یاد سازمان له لوري پر طالبانو د داعش په ګډون د دغې ډلې د مخالفینو د وژل کېدو ادعاګانې شوي، خو طالبان یې ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې ویلي: "زموږ د استخباراتو او اطلاعاتو مسولینو دا موضوع څېړلې او هیڅ داسې پېښه یې نه ده موندلې، ځینې کړۍ غواړي خلکو کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې پیدا کړي، هېڅ داسې پېښه په ننګرهار کې نشته."

له دې وړاندې هم پر طالبانو ورته ادعاوې شوې وې خو دوی یې ردوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته داعش وسله والو په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه کړي چې تر ټولو خونړي یې په کابل او کندوز ولایتونو کې وو.