تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین پخوانی مشر جیانګ زیمین د ۹۶ کلونو په عمر ومړ
د چین مخکنی مشر جیانګ زیمین چې د تیاننمن څلورلارې له لاریونونو وروسته واک ته رسېدلی و، د ۹۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.
د چین حکومتي رسنیو ویلي، نوموړی د چارشنبې په ورځ ماسپښین شنګهای کې مړ شوی دی.
جیانګ زیمین چې وروستیو لسیزو کې د چین په تاریخ کې له مهمو او پاموړ څېرو ګڼل کېده، په داسې وخت کې د چین مشر شو چې دغه هېواد د چټک پرمختګ شاهد و.
د هغه مړینه داسې مهال اعلانېږي چې د چین تیاننمن له لاریونونو وروسته اوس شنګهای د پراخو لاریونونو شاهد دی چې ګڼ یې د کوویډ د محدودیتونو له کبله دي.
د چین د کمونیست ګوند (سيسيپي) په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې هغه "د سرطان او د بدن څو غړو د کار پرېښودو له امله مړ شوی دی".
په خبرپاڼه کې راغلي، چې "دی یو لوړ وقار لرونکی مشر" او د اوږدې مودې ازمویل شوی کمونیست جنګیالي په توګه پېژندل شوی.
جیانګ په ۱۹۸۹ کال د بیجینګ د تیاننمن څلورلاره او ورڅېرمه سیمو کې د لاریونوالو پر وړاندې د خونړي کړکېچ تر پای ته رسېدو واک ته ورسېد،چې د چین په نړیواله کچه د ګوښه کېدو لامل شو.
دې پېښې د چین د کمونیست ګوند په سر کې د سخت دریځو غبرګونونو ته ځواب او د سمونپالو ترمنځ د ځواک سخته مبارزه پیل کړه.
د نوموړي د مشرۍ پرمهال د چین اقتصاد لوړ شو، کمونیست ګوند پر واک منګولې ټینګې کړې او چین د نړۍ د قدرتونو په نوملړ کې خپل ځای وساته.
ښاغلي زیمین په ۲۰۰۱ کال د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته د چین د ننوتلو څارنه وکړه او په ۱۹۹۷ کال یې په سوله ییز ډول د هانګ کانګ د سوله ییزو سپارلو مراقبت کړی و.
جنیانګ زیمین ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۲ پورې د چین د کمونیست ګوند د عمومي منشي په توګه کار کړی او له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۳ پورې موده کې د چین د خلک جمهوریت پنځم ولسمشر ګڼل کېده.
دی له ۱۹۸۹ تر ۲۰۰۴ پورې د مرکزي پوځي جرګګۍ مشر هم پاتې شوی.
که څه هم سیاسي سمونونه یوې خوا ته کړل شول، خو نوموړي د داخلي اختلافونو له منځه وړلو لپاره ډېر کار وکړ.
د واک پرمهال جیانګ له امریکا سره د اړیکو ټینګولو هڅه وکړه او څو ځله یې دغه هېواد ته سفر وکړ او له امریکايي ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته د واشنګټن "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" کې د همکارۍ وړاندیز هم وکړ.
دی د خپل عمر وروستیو کلونو کې ډېر نه لیدل کېده او له رسمي چارو یې ځان ګوښه کړی و.
ګڼو چینایانو د هغه د لویو عینکو کاریکاتورونه جوړ کړي او عینکې یې له چیندغې سره پرتله کړې دي او مینه والو ځوانانو خپل ځانونه د "چیندغې عبادت کوونکي" بللي دي.