شي جین پینګ: چین باید نړۍ کې محوري رول ولوبوي

د خپرېدو وخت

د چین پلازمېنه بیجېنګ کې د واکمن کمونیست ګوند د کانګرس پرانیستونکې ناستې ته د چین ولسمشر وویل، اوس چین پر یوه نړیوال قدرت بدل شوی او په نړۍ کې باید خپل دا محوري رول وساتي.

د تړلو دروازو ترشا دا ناسته هر پنځه کاله وروسته د ین د ولسمشر د ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

د ښاغلي شي په اړه - چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې ددغه ګوند مشر دی، اټکل دا دی چې ښايي خپل مقام وساتلی شي.

اټکل دی چې دا ناسته به تر راتلونکې اونۍ پورې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د هېواد د تګلوري تګلاره وټاکي.

ښاغلي شي د ناستې پرانیستونکې وینا کې د خپلې واکمنۍ لاسته راوړنې کتار کړې چې په وینا یې اوس چین د سوسیالیزم یوه نوي پړاو ته ننوتلی دی.

ده له کمونیست ګوند نه وغوښتل چې "د خلکو برخلیک ټاکلو کې همکاري ورسره وکړي، د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره لومړیتوب ته ځای ورکړی".

په ورته وخت کې چین کې د دغې ناستې لپاره ټینګ امنیت نیول شوی دی.

رپوټونه وايي، د ځینو امنیتي اندېښنو له کبله ګڼ رسټورانټونه، ورزشي کلپونه، شپني کلپونه او شرابخونې تړل شوې دي.

د چین دولتي رسنۍ وايي، اټکل کېږي چې کمونیست ګوند به د اساسي قانون په اړه له سره غور ورکړي.