تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'شي جین پینګ' بیاځلي د چین ولسمشر شو
د چین کمونیست ګوند ملي کنګرې د هېواد او ګوند په اړه د لوړ پړېکړه کوونکي بنسټ غړي وګومارل. د ملي کنګرې د پرېکړې له مخې به برحاله ولسمشر "شي جین پینګ" تر راتلونکو پنځو کلونو یو ځل بیا ولسمشر او د کمونیست ګوند رهبر وي.
د چارشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۵مه) د کمونیست ګوند د ملي کنګرې غړو د خپلو ناستو په وروستۍ هغه کې د ګوند د مرکزي تشکیلاتو غړي چې د مرکزي کمېټې، سیاسي دفتر او د دفتر د دایمې کمېټې غړي پکې شامل دي، وټاکل.
له وړاندې داسې انګېرل کېده چې د کمونیست ګوند ملي کنګره به بیا (شي جین پینګ) د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکي.
پدې مانا چې نوموړی پر دغه څوکۍ پر ولسمشرۍ سربېره د ګوند په دننه کې هم پر یوه مهال د مرکزي کمېټې او سیاسي دفتر مشر دی او د دفتر په دایمي کمېټه کې ټر ټولو لوړپوړی چارواکی هم دی.
د کمونیست ګوند په سږنۍ ناسته کې د تېر په خلاف هیچا هم د ښاغلي "جین پینګ" احتمالي ځایناستي ته اشاره ونه کړه.
په وروستيو کلونو کې چې دغه هېواد اقتصادي پرمختګ کړی او په نړۍ کې یې اغېزناک ځایځایکی پیدا کړی، رهبرانو یې داسې سیاسي دود ته مخه کړې چې د ګوند رهبر چې هممهاله د هېواد مشر هم وي، لس کاله وروسته له خپلې څوکۍ ګوښه کېږي او پر ځای یې له ځوان نسل څخه یو کس ټاکل کېږي.
په سږني ملي کنګره کې د "شي جین پینګ" د راتلونکي ځایناستي د نه یادولو مسلې دا ګومان پیاوړی کړی چې ښايي ښاغلی "پینګ" په ۲۰۲۲ کال کې هم د ولسمشرۍ کېدو تمه ولري.
"شي" په "هوا جینتاو" (کیڼ) پسې او "هوا جینتاو" په جیانګ پسې د چین د کمونیست ګوند مشري تر لاسه کړې، خو اوس داسې نه ښکاري چې شي دې تر لسو کلونو دندې وروسته مشرۍ خوشې کولو ته زړه ښه کړي.
پر ښاغلي "شي" سربېره "لي کیانګ" د دولتي شورا د مشر په توګه پر خپل پخواني ځای پاتې شوی چې د لومړي وزیر دنده به پر مخ یوسي.
د دولتي شورا پنځه نور غړي تازه ټاکل شوي دي چې له ډلې به یې یو کس د کمونیست ګوند مشرۍ ته هم ورسي، خو د شنونکو په باور په ګوند کې د "شي جین پینګ" د قدرت ډېرېدو ته په کتو، تر هغه چې ښاغلي "پینګ" پخپله له مشرۍ څنګ ته شوی نه وي، نورو ته د مشرۍ رسېدو احتمال کمزوری دی.
"شي جین پیګ" په ۲۰۰۷ کال د دایمې کمېټې غړیتوب تر لاسه کړ او پنځه کاله وروسته ، کله چې د هوا جینتاو د ولسمشرۍ لس کلنه دوره پای ته ورسېده، د ګوند رهبري او ولسمشري تر لاسه کړه.
که څه هم د چین جمهوريت سیاسي نظام ډیموکراټیک او څو ګوندي دی، خو د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، ملي واکمني او اصلي واک د بزګرانو او کارګرانو دی چې کمونیست ګوند د همدغو خلکو د ارادو استازولي کوي.