طالبان وايي، قطر کې د نړیوال جام لوبغالو جوړولو کې مو هېڅ رول نه درلود

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بریتانیا «دې ټېلېګراف» ورځپاڼه په قطر کې د طالبانو دفتر یوې سرچینې په حواله وايي، طالبانو قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د لوبغالو یا سټوډیومونو جوړولو په پار د ودانیزو تجهیزاتو برابرولو له لارې میلیونونه ډالر ګټلي دي.

دې رپوټ ته طالبانو تازه غبرګون کې ویلي دا له حقیقت لیرې او د لوېدیځو رسنیو هغه څارګر تبلیغات دي چې غواړي د طالبانو حکومت پر ضد اذهان خراب کړي.

ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: "د ډي ټېلېګراف ورځپاڼې هغه ادعا له حقیقت څخه لرې ده چې وايي د ا.ا ځينو غړو په قطر کې د لوبغالي د جوړیدو له امله ډيرې پیسې ګټلي دي. دا ډول پروپاګند کول د غربي رسنیو هغه استخباراتي ماموریت او هڅه ده چې غواړي په یو ډول د اسلامي امارت په ضد اذهان خراب کړي. هلته هېڅ دا ډول معامله نده شوې."

دې ټېلېګراف په یوه رپوټ کې وايي، د طالبانو د دوحې له دفتره یوې سرچینې ورته وویل ''له ۲۰۱۳ م کاله، لوړپوړو طالب چارواکو د سولې له بهیر سره په تړاو لوړې تنخواوې اخیستې او په همدغو پیسو یې د ودانۍ جوړولو درانه ماشین آلات رانیول او بیایې هغو شرکتونو ته په کرایه ورکول چې دغه لوبغالي يې جوړول. ''

دغه سرچینه چې د سولې د خبرو اترو په بهیر کې، څو کلونه په دوحه کې تېر کړي، ادعا کوي چې د فوټبال دغه ټورنمنټ، طالبانو لپاره د سرو زرو مرغۍ وه.

ځینو طالب مشرانو د ودانۍ جوړولو شپږ تر لسو پورې درانه ماشینونه پېرلي و او له هر ماشینه یې د میاشتې ۱۰۰۰۰ پونډه کرایه ترلاسه کوله.

ورځپاڼه ادعا کوي، چې قطري دولت دوحه کې د طالبانو د دفتر غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو په هوکړه زرګونه پونډه معاش ورکاوه او همداراز د دوی لپاره لوکس ګاډي، وړیا روغتیایي خدمات او په منظم ډول خواړه برابریدل.

د طالبانو ویاند بیا له یادې ورځپاڼې سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې.

خو ورځپاڼه وايي، دوه طالب چارواکو چې افغانستان کې د خپل مشرتابه له سختو تګلارو په تنګ شوي، په جلا جلا توګه یې له دوی سره تماسونه نیولی او د نړیوال جام لپاره د زېربنا جوړولو له بهیره د خپلو مشرانو د ګټې وټې جزییات یې ورکړي دي.

د دوی ملاحظه دا وه چې دغه مشرانو قطر کې لوکس او مجلل ‌ژوند درلود خو افغانستان کې توندلارې تګلارې پلي کوي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې د بېلا بېلو سرچینو له قوله ویل شوي، حاجي احمد جان نومي سړي د نړیوال جام لوبغالیو او نورو ودانیزو چارو لپاره شرکتونو ته د کرایې بدل کې د طالبانو ملکیت درنو مشینانو ورکولو لپاره منځګړیتوب کاوه.

د حاجي احمد جان په هکله ویل کېږي چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د افغانستان کانونو او صنایعو وزیر و. د ورځپاڼې په وینا له حاجي احمد جانه په دې هکله د نظر څرګندولو غوښتنه شوې وه.