اردوګان: ترکیه په سوریه کې له توغندیزو بریدونو وروسته ځمکني عملیات پیلوي

د ترکیې دفاع وزارت پر ټویټر یوه ویډیوي خپره کړې چې توغندیز بریدونه پکې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Twitter/@tcsavunma

د عکس تشریح، د ترکیې دفاع وزارت پر ټویټر یوه ویډیوي خپره کړې چې توغندیز بریدونه پکې لیدل کېږي.
د خپرېدو وخت

ترکیې کې چارواکي وايي، په عراق او سوریې کې له څلور ورځنیو هوايي بریدونو وروسته په سوریه کې د کردانو خلکو خوندیتوب ډلګیو (وای پي جي) وسله والو پر ضد ځمکني عملیات پلانوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وايي، ''دغه بریدونه - چې د ترکیې دفاع وزیر ادعا له مخې ۲۵۴ ترهګر پکې ''له منځه وړل شوي ( یوازې پیل دی. '' ترکیې په د کردانو ډلې په دا وروستیو کې د استانبول خونړي بمي برید مسوولې بللې دي.

پر سې شنبه د ترکیې پارلمان کې د خپل اې کې ګوند غړو ته وینا کې ولسمشر اردوګان وویل، له سوریې سره د ترکیې پولې ''خوندي کول '' او د یوه امنیتي دهلېز رامنځته کولو ژمنتیا د بل هر ورخت پرتله اوس ډېره پیاوړې ده. ''

وای پي جي وسله وال بیا په دې چاودنه کې ښکېلتیا ردوي او په وینا یې د ترکیې هوايي بریدونو له کبله د سوریې شمال ختیځ کې ۳۰ ملکي کسان او ۱۱ جنګیالي وژل شوي دي.

بل لور د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې هوايي بریدونه هغو امریکايانو ته مخامخ ګواښ دی، چې په سوریه کې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د ماتولو لپاره فعالیت کوي.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه یا (ایس ډي پي) ملېشه چې د وای پي جي یوه برخه او د امریکا ملاتړ ورسره دی ترکیه تورنوي چې د پولې بل لور ته د داسې بریدونو لپاره د استانبول بمي برید پلمه کوي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې پلان درلود.

ترک ځواکونو له ۲۰۱۶ کال راهیسې له سوریې سره د ۳۲۵ کیلومتره پولې په شاوخوا کې د خپلو متحدینو وسله والو سوریايي ډلو په مرسته پراخ عملیات پیل کړي او پراخې سیمې کنټرولوي.

د دې عملیاتو لړ کې ترکیې وروستی ځل ۲۰۱۹ کال کې د تل ابیاد او راس العین ښارګوټو تر منځ سیمه ونیوله، چې بیا وروسته د روسیې په منځګړیتوب اوربند وشو.

ترکیه وای پي جي یوه ترهګره ډله بولي او ټینګار کوي چې دا ډله د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) یوه برخه ده، چې په ترکیه کې یې د کردانو خپلواکي لپاره تر لسیزو پورې جګړه کړې.

بل لور پي کې کې هم د استانبول چاودنه کې لاس درلودل رد کړي دي. د یادونې ده، چې د نومبر پر ۱۳ د استانبول په استقلال میدان کې د هغې بمي چاودنې له کبله شپږ کسان ووژل شول.

امریکا متحده ایالتونو چې په ناټو سازمان کې د ترکیې متحد هېواد دی، خبرداری ورکوي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل به له اسلامي دولت نومې ډلې سره د جګړې هدف اغېزمن کړي.

امریکا په ایس ډي ایف کې پر شاملو وای پي جي او نورو وسله والو ډلو داعش ډلې ته په ختیځه سوریه کې د ماتې ورکولو لپاره تکیه کوي.