ملګرو ملتونو د نومبر اتلسمه د ماشومانو جنسي ځورونې او ورسره د تاوتریخوالي مخنیوي ورځ ونوموله

د عکس سرچینه، Getty Images
نن نومبر اتلسمه د ماشومانو د جنسي کارونې، ځورونې او ورسره د تاوتريخوالي د مخنيوي او ترې رغولو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوو اونیو وړاندې تصویب کړي پرېکړه لیک له مخې له دې وروسته هر کال لمانځل کېږي.
د نومبر پر اوومه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې اجنډا ته د ماشومان جنسي کارونې، ځورونې او ترې د مخنیوي په نامه پرېکړه وړاندې شو، چې دوو افریقايي هېوادونو سیرالیون او نایجریا یې اصلي ملاتړي وو.
له ۱۲۰ ډېرو هېوادونو د دې پرېکړه لیک ملاتړ وکړ او په عمومي اسمبلۍ کې یې پراخ هرکلی وشو. دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوال بنسټونه او مشران هڅوي چې هر کال دغه ورځ د ماشومانو جنسي کارونې، ځورونې او ورسره د تاوتریخوالي د مخنیوي ترې رغولو د نړیوالې ورځې په توګه یاده کړي.
د سیرالیون لومړۍ مېرمنې فاطمه مادا بایو چې خپله هم په ماشومتوب کې د واده کېدو قرباني ده، په عمومي اسمبلۍ کې دولتونه په دې برخه کې جدي کار ته راوبلل. هغې د ماشومانو جنسي ځورونه ''یو نړیوال بحران '' وباله. مېرمن بایو وایي موږ باید د دې اعتراف وکړو او خپل ماشومان او په تېره نجونې له دې سخت ځور څخه خوندي کړو.
نوموړي وايي، بېړنۍ اړتیا ده، چې د ماشومانو جنسي ځورونې مخنیوي لپاره اقدمات وشي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هر کال میلیونونه ماشومان له جنسي ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ کېږي. په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر درې سوه میلیونو تنو ته رسېږي، چې په جنسي توګه ځورول شوي.
یوه داسې ستونزه چې په هره ټولنه کې شته

د عکس سرچینه، AFP
په هره ټولنه کې د ماشومانو د جنسي ځورونه په لږ یا ډېره کچه شته. په افغانستان کې هم ماشومان له دې ننګونې په پراخه کچه ځورېږي.
په ۲۰۱۹ کال کې د بي بي سي موندنو وښووله چې د افغانستان په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې پر وړاندې کوم ځانګړی قانون یا کړنلاره نه شته.
د بې بې سي څېړنو موندلې وه چې له ماشونو ناوړه جنسي استفاده په افغان ښوونیزو ادارو کې آن د پوهنې په قانون کې د یوې ستونزې به صفت نه پېژندل کېږي.
په ځانګړې توګه په کار او بازار کې ماشومان له دې ډول ځورونې سره ډېر مخامخ کېږي. د دې ستونزې بل خطرناک او پټ اړخ دا هم دی چې په کورنیو کې او د نژدې خپلوانو له لاسه هم کېږي، چې د ډېرو کورنیو د باور وړ هم وي.
ملګرو ملتونو له خپلو ټولو ادارو، نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنو، مذهبي مشرانو او علمي بنسټونو غوښتي چې هر کال دا ورځ یاده کړې او د ماشومانو د جنسي ځورونې مخنیوي لپاره پر اقداماتو، هڅونو او پر عمومي پوهاوي لوړولو سربېره د قربانیانیانو بېرته رغېدو او د دوی د حقونو او درناوي خوندي کولو لپاره هم هلې، ځلې وکړي.



















