د بریتانیا د پارلمان محجبه وکیله د کورني تاوتریخوالي خپله تجربه شریکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا "انډپنډنټ انلاین" ورځپاڼې په ټولنه کې د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د اړتیا په اړه یوه مقاله خپره کړې چې ددغه ډول وحشیانه کړنو قربانیان خپل غږ پورته کولو او تر خپله وسه له دوی سره د ممکنه همکارۍ رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړي.
د بریتانیا پارلمان حجاب لرونکې غړې اپسانه بیګم په دې مقاله کې ویلي، د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې تر ټولو غوره وسیله د ټولنې د ویښتابه لوړول دي، داسې چې یو ښه چاپېریال ورته برابر شي چې له دوی سره د ناوړه چلن په اړه خپل غږ پورته کړای شي او خلک باور پرې وکړي او د اړتیا وړ ملاتړ یې وکړي.
دا وايي، کورنی تاوتریخوالی په هېواد کې تر ډېره زیاتېدونکی دی چې د وګړو په کابو هره پوړۍ کې او د هر مسلک او دندو په خلکو کې موندل کېږي.
خو لیکواله وايي، پر دې اند ده چې "دا تاوتریخوالی د خلکو له سترګو پنا ځای کې کېږي چې د وګړي او ټولنې پر رواني حالت او روغتیا خطرناک اغېز کولی شي".
د بریتانیا د پارلمان دا غړې وايي باید ومنل شي چې د دوو کسانو ترمنځ له بېلتون وروسته د لاسبرۍ هڅې هم د کورني تاوتریخوالي یو ډول ګڼل کېږي چې د دوو کسانو د اړیکو یا ګډ ژوند تر جلا کېدو سم لاسي وروسته پیلېږي، خو دا ډول تاوتریخوالی تر ډېره له بېلابېلو لارو ترسره کېږي.
دا وايي، د پارلمان غړې په تېره چې له لږکیو توکمونو سره تړاو لري، د استازیتوب له ټیټې کچې خدمت ځورېږي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
اپسانه وايي: "په حقیقت کې او پارلمان کې زما د غړیتوب دوره کې، له ښځو د کرکې پر اساس له ما سره دوامداره ناوړه چلن شوی او بریدونه راباندې شوی دي. پارلمان کې تر غړیتوب دوه کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې کله چې د پارلمان لومړنۍ حجاب لرونکې غړې شوم، اته ورځې یو درددوونکې محاکمې ته غوښتل کېدم".
اپسانه بیګم د خپل کورني تاوتریخوالي د تجربې په اړه وايي، چې څنګه دې کار تر ډېره دې ته رواني درد پیدا کړی. ټاکنو ته د هغې تر نوماندېدو وروسته د هغې مخکني لېوره یې پرضد قضیه راپورته کړه.
دا وايي "که څه هم محکمې ما ته د ټولو لګول شویو تورونو په اړه براءت راکړ، خو درد به یې په ټول ژوند کې را سره مل وي".
دغه مسلمانه وکیله وايي: "که هرڅه وشي زه له خپل دریځ نه شا ته کېږم. د هېواد له لر و بره د ښځو د ملاتړ غږونو زما دریځ لا پسې پیاوړی کړ".





















