"د افغانستان نهه سلنه وګړي د ځان وژنې فکر لري"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، د دوی یوه څېړنه ښیي چې د دغه هېواد نهه سلنه وګړي د ځان وژنې فکر لري.
دغه وزارت وایي، د دې وضعیت د مخنیوي په خاطر یې د ځان وژنې د پېښو ملي ستراتیژي جوړه کړې ده.
د سپټمبر میاشت لسمه، د ځان وژنې د مخینوي نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د ځان وژنې د مخنیوي د نړیوالې ټولنې شمېرې ښیي، چې د نړۍ په کچه په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي.
په افغانستان کې هم وروستیو کلونو کې په عامو خلکو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د رواني ناروغیو څانګې مشر ډاکتر بشیر سروري وایي، وروستیو څېړنو ته په کتو سره په افغانستان کې د سړیو او ښځو تر منځ د ځان وژنې هڅې نژدې یو ډول دي.
هرات هغه ولایت دی چې د ښځو او نجونو تر منځ د ځان وژنو د هڅو شمېر پکې خورا لوړ دی.

د عکس سرچینه، SPL
د هرات ولایت د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وایي، په هرات کې د ځان وژنو د مخنیوي لپاره بنسټیزو پروګرامونو ته اړتیا ده.
ښاغلی شېرزی زیاتوي "د ۱۳۹۷ کال له پیل راهیسې تر اوسه کابو ۴۰۰ د ځان وژنې هڅې له موږ سره ثبتې شوې دي چې اوس تر درملنې لاندې دي. په دغو پېښو کې پنځه ښځینه وژل شوي هم دي."
ټولنیزې ستونزې چې د وروستیو څلور لسیزو جګړو زیږنده دي، کډوالي، معلولیت، کورنی تاوتریخوالی او بېوزلي په افغانستان کې د ځان وژنې د هڅو د اصلي لاملونو په توګه یادېږي.
د روغتیا وزارت د رواني ناروغیو د څانګې مشر ډاکتر سروري وایي د هېواد په کچه د ځان وژنې د مخنیوي په موخه یې نوې ملي ستراتیژي جوړه کړې ده.
په ځان وژنه د لاس پورې کولو د مخنیوي هڅې نه یوازي په افغانستان کې بلکې د نړۍ په کچه یوه لویه ننګونه ده.
د ځان وژنې د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی او پر هغو درملو بندیز چې د وژنې لامل ګرځي تر ټولو اغېزمنې لارې چارې بلل کېږي.
د ځان وژني د مخنیوي نړیوالې ټولنې د دغې پدیدې د نړیوالې ورځې په پلمه په ټوله نړۍ کې د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی دی.




















