کورنی تاوتريخوالی: د نل غځونکو او برقيانو په مرسته يې نښې موندل
د خپرېدو وخت
په بریتانیا کې، د کورونو ساتنې او رغونې خدماتو شرکتونه او مرستندویه ادارې سره یو ځای شوي دي چې د خلکو په کورنو کې دننه، د کورني تاوتریخوالي نښې پیدا کړي. دا کار ډېر نوی بلل کېږي.
نل غځونكي، برقيان، او هغه کسان چې په کور کې د ورته نورو کارونو خدمات وړاندې کوي، ډېر کله د خلکو کورونو ته دننه ورځي او پرې خبرېږي چې هلته څه تېرېږي.
اوس همدا کسان روزل کېږي چې څنګه کله چې شک یې راځي په یوه کور کې له چا سره تاوتریخوالی کېږي، مرسته وکړي.