وزیرستان کې ولسي لاريون: "سوله غواړو، په هره بیه يې غواړو"

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري نن یکشنبه (۱۳ نومبر) لاریون او ولسي غونډه شوې، چې پکښې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو سیاستوالو، فعالانو او ځايي مشرانو ویناوي کړې دي.
دغه لاریون چې د واڼه له بازاره پیل شوی و، پر زيڼي نور څلورلاره پای ته رسېدلی او هملته یو شمېر ویناوالو پاڅون کوونکو ته ویناوي هم کړې دي.
د وزیرستان ځايي ولس په همدې لاریون کې غوښتنه کړې، چې په سیمه کې دې وسله والې ډلې ختم، په سیمه کې دې د امنیت کلک ګامونه پورته کړل شي او د ناامنۍ مخه دي ونیول شي.
دې لاریون کوونکو د نننۍ احتجاج له لارې هلته د وسله والو ډلو ختمول، د ځايي ولس او تجارانو د تښوونکو ډلو له منګولو خوندیتوب، د طارق رضوان په نامه د تښتوول شوي تجار بېرته خوشي کېدل او د امنیت د ټينګښت په هکله ځينې نورې غوښتنې هم لرلې.
د افغان وزیر په نامه یوه ځايي مشر په خپله وینا کې لاریون کوونکو ته ویلي، "سوله غواړي او هره بیه يې غواړي".

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د ملي جمهوري غورځنګ جنرل سیکرتر مزمل شاه هم د واڼه د ځايي ولس په دې لاریون کې ګډون کړی و او هلته يې په خپله وینا کې ویلي، "اوسنی حکومت هم د نورو حکومتونو په څېر بې واکه دی".
نوموړي په خپله وینا کې د یادې سیمې د اسمبلۍ غړي علي وزیر ذکر وکړ، چې د لومړي وزیر شهباز شریف په اوسني حکومت کې هم زنداني دی او ان د اسمبلۍ غونډو کې د ګډون اجازه لا نه ورکړل کېږي.
د واڼه په دې لاریون او ولسي غونډه کې له جمعیت علما اسلام پرته د نورو ټولو سیاسي ګوندونو سیاستوالو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو ګډون درلود او هلته يې د سولې ملاتړ اعلان کړ.
تردې وړاندې د سوات په شمول د پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځايي خلکو په خپلو - خپلو سیمو کې د ناامنۍ پر ضد او د سولې په ملاتړ ورته لاریونونه او ولسي غونډې کړې دي.



















