بونیر کې د ترهګرۍ ضد ولسي پاڅون

د ویډیو تشریح، بونیر کې د ترهګرۍ ضد ولسي پاڅون
د خپرېدو وخت

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښو ضد د ولسي احتجانونو لړۍ دوام لري چې په دې لړ کې د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۱مه) د بونیر سواړۍ بازار کې یوه لویه احتجاجي غونډه جوړه شوې ‌وه.

د بونیر ولسي پاڅون یو مخکښ شبنم بونیري بي بي سي سره خبرې کړې دي.