د عکسونو ګالري؛ سوات کې د ترهګرۍ ضد لویه ولسي غونډه

د عکس سرچینه، SM
د خپرېدو وخت
سوات کې سې شنبه د اکتوبر ۱۱مه د ترهګرۍ او ناامنۍ خلاف ستره ولسي غونډه وشوه.
پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې دې غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی.
دا غونډه د سوات د مینګورې په نشاط چوک کې جوړه شوې وه.

د عکس سرچینه، ANP
د عکس تشریح، د غونډې په ګډونوالو کې پر عامو خلکو سربېره د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي او پلویان، د بشري او مدني حقونو فعالان او ځايي ولسي مشران شامل وو.
د عکس سرچینه، SM
د عکس تشریح، د دې غونډې ویناوالو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په سوات او د پښتونخوا په نورو سیمو کې د وسله والو کسانو او امنیتي پېښو په ډېرېدو اندېښنه وښوده.
د عکس سرچینه، SM
د عکس تشریح، دوی له حکومت غوښتل چې د ناامنیو مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د عکس سرچینه، SM
د عکس تشریح، د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالتي مشر ایمل ولی خان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د عکس سرچینه، SM
د عکس تشریح، سوات کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ پېښو او ډېریدو او د وسله والو ده ورګرځېدو خلاف احتجاج شوی وو
د عکس سرچینه، SM
د عکس تشریح، پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پښتین وویل پښتانه به خاوره ترهګرۍ او د ډالرو لپاره کېدونکې جګړې ته پرې نږدي
د عکس سرچینه، SM