یو بشپړ کلی د ۲۶۰ زره یورو بدل کې پلور ته وړاندې شوی

سالتو دي کاسترو

د عکس سرچینه، Balles2601/Wikimedia Commons

    • Author, ګای هیجیکويي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اسپانیا په شمال لوېدیځ کې سالتو دي کاسترو نومي بشپړ کلی پلور ته وړاندې شوی او بیه هم ورته ۲۶۰ زره یورو ټاکل شوې، چې د ۲۵۹ زره امریکايي ډالرو برابره ده.

دغه کلی چې پرتګال سره د اسپانیا پر پوله پروت دی، داسې ګڼ شمېر ودانۍ لري، چې معمولاً د اسپانیا کوچنیو ښارونو کې لیدل کېږي.

په کلي کې ۴۴ کورونه، یو هوټل، یوه کلیسا، یو ښوونځی، د لامبو یو ډنډ او داسې پوځي بارکونه هم شته، چې ملکي ګارډ پکې اوسي، خو یو څه چې دا کلي یې نه لري، هغه اوسېدونکي دي.

نژدې درې لسیزې کېږي چې دې کې هېڅوک ژوند نه کوي. په ۲۰۰۰ کال کې یوه کس په دې موخه واخیست، چې د سېلانیانو لپاره به یې په دمه ځای بدل کړي، خو د یوروزون بحران له کبله دا پلان هم بریالی نه شو.

د شاهي پانګونې په نامه شرکت روني رودریګوز چې د کلي څښتن استازیتوب کوي په دې هکله وايي: ''د کلي څښتن غوښتل دلته یو هوټل ودان کړي، دا هر څه په ټپه ولاړ حالت کې پاتې شول، خو هغه اوس هم ارمان لري چې دا پروژه کامیابه شي. ''

پر ايډیالیسټا نومې وېبپاڼه چې د دې کلي د پلور اعلان یې خپور کړی، د کلي نژدې اتیا کلن څښتن وايي: ''زه د یوه ښار اوسېدونکی یم او نه شم کولای د کلي ساتنه او پالنه وکړم. ''

سالتو دي کاسترو د برېښنا تولید شرکت لبیردویرو د خپلو کارکوونکو لپاره ودان کړی و، چې ۱۹۵۰ مو کلونو کې یې نژدې د اوبو یو بند جوړ کړ. د بند له جوړېدو وروسته کارکوونکي یو په بل پسې له کلي ووتل او تر ۱۹۸۰ مو کلونو په سالتو دي کاسترو کې هیڅوک پاتې نه شول.

Ronnie Rodríguez, holding a "for sale" sign, says the owner wanted to set up a hotel in the village

د عکس سرچینه، Royal Invest

د عکس تشریح، روني رودریګویز په کلي کې د پلور له اعلان سره ولاړ لیدل کېږي.

د دې کلي شاوخوا سیمه د ''تشې اسپانیا '' په نامه یادېږي، چې تیت او پرک خلک پکې اوسي. دا داسې کلیوالې سیمې دي، چې د ښارونو او ښارګوټونو له ډېری اسانتیاوو بې برخې دي.

سالتو دي کاسترو مخکې د شپږ نیم میلیونه یورو بدل کې پلور ته وړاندې شوی و، خو هېڅ مشتري یې و نه موند، ډېری ودانۍ یې په کنډواله کېدو شوې او وروسته یې بیه هم راټیټه شوه.

اوسنۍ ټاکل شوې بیه ۲۶۰ زره یورو په مادرید یا بارسلونا ښارونو کې د یوې خونې لرونکي اپارتمان له عادي بیې هم ټیټه ده.

د ایډیالیسټا وېبپاڼې په اعلان کې لیکل شوي چې د کلي بشپړ فعالولو او له دې ځایه د ګټې ترلاسه کولو لپاره اړینه پانګه تر دوه میلیونه یورو نه اوړي.