اسپانیا ولې د پخواني دیکتاتور مړی راباسي؟

Francisco Franco, photographed in 1937

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حکومت وايي دا پخوانی دیکتاتور باید په داسې ځای کې کښېنښودل شي چې سرلوړی کړای شي.
د خپرېدو وخت

له لسیزو راهیسې د اسپانیې د پخواني فاشیست دیکتاتور فرانسسکو فرانکو د ښخېدو ځای د تودو بحثونو مسله وه.

خو اوس د دې اوږدې کشالې وروستی څپرکی په نژدې کېدو ده. حکومت وايي چې د روغ پاتې کېدو په موخه د فرانکو دوا وهل شوی مړی د پنجشنبې پر ورځ راباسي او په مدرېد کې به یې یوې هدیرې ته ولېږدوي.

خو اصلاً ولې د فرانکو د پاتې شونو د لېږد خبره راپورته شوه؟ او ولې دا مسله دومره بحث پاروونکې ده؟

په ۱۹۳۰مو کلونو کې فرانکو د اسپانیې کورنۍ جګړه وروسته له هغه وګټله چې د کیڼ اړخي حکومت پر ضد یې پاڅون وکړ.

هغه یو دیکتاتوري جوړه کړه او ځان یې د حکومت مشر اعلان کړ. هغه تر ۱۹۷۵ کال پورې چې مړ شو پر ځواک کلکه ولکه اچولې وه.

د هغه له مړینې وروسته اسپانیا د ډیموکراسۍ پر لور وخوځېده.

اوس ډیموکراسۍ رېښې غځولې دي، خو د فرانکو د واکمنۍ مودې سیوری اوس هم د اسپانیې پر خلکو خپور دی. ډیموکراسۍ ته د بدلېدو په موده کې یو نالیکل شوی"د هېرولو تړون" و او د فرانکو مجسمې لېرې شوې او د کوڅو نومونه د هغه له نامه واړول شول.

A woman waves a Spanish flag outside the Valley of the Fallen memorial near Madrid

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۳۰مو کلونو کې فرانکو د اسپانیې کورنۍ وروسته له هغه جګړه وګټله چې د کیڼ اړخي حکومت پر ضد یې پاڅون وکړ.

د هغه روغ ساتل شوی بدن اوسمهال په یوې لویې درې کې ساتل کېږي چې وژل شویو ته د درناوي په پار هلته د یوه یادګاري څلي شاوخوا په لسګونو زره قربانیان ښخ دي چې په کورنۍ جګړه کې له دواړو خواوو وژل شوي.

خو دغې سیمې ته ډېری اسپانویان په دې سترګه ګوري چې ګواکې پر مخالفو جمهوريپالو د فرانکو د ملتپالو ځواکونو بري ته ځانګړی شوی وي. بل اړخ یې دا دی چې د دغې سیمې یوه برخه د سیاسي بندیانو له خوا جوړه شوې چې د فرانکو رژیم په زوره جبري کار پرې کاوه.

دغه سیمه د اسپانیا د ښی اړخو لپاره په زیارت بدله شوې چې د دیکتاتور درناوي ته ورځي. د فرانکو ملاتړي د هغه د تلین غونډې هم دغلته جوړوي.

خو د اسپانیا سوشیلست حکومت چې د تېر جون میاشت راهیسې په واک کې دی ژمنه کړې چې د فرانکو مړی به لېږدوي.

حکومت غواړي د وژل شویو دره داسې ځای وي چې په کې "په کورنۍ جګړه کې وژل شويو ته درناوی وشي او په قدر یاد شي." حکومت هلته د فرانکو د پاتې شونو شتون ته د پخې ډیموکراسۍ پر وړاندې د خنډ په سترګه ګوري.

د فرانکو له لاسه د قرباني شویو کورنۍ د هغه پلان ملاتړ کوي چې د فرانکو پاتې شوني بل ځای ولېږدول شي. خو دې مسلې په لویه کچه په اسپانیه کې د خلکو نظرونه سره وېشلي.

تېر اګست میاشت سره له دې چې د فرانکو کورنۍ او د د خلکو او وګړو ښی اړخو ګوندونو ګوندونو نیوکې وکړې، حکومت د مړي اېستل تایید کړل. حکومت غوښتل چې ښخولو ته یې چندان مهم ځای ونه ټاکي او د دغه دکتاتور پلویانو یې سخته کړي چې ورشي او درناوی ورته وکړي.

خو د فرانکو کورنۍ چې اصلاً نه غواړي وښورول شي وايي دی باید د کورنۍ له نورو غړو سره د مدرد په مرکز کې د المیودینا کلیسا کې ښخ کړای شي.

د فرانکو قبر د فاشیستو اسپانویانو لپاره د زیارت حیثیت لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فرانکو قبر د فاشیستو اسپانویانو لپاره د زیارت حیثیت لري.

حکومت وايي دا پخوانی دکتاتور باید په داسې ځای کې کښېنښودل شي چې سرلوړی کړای شي.

حکومت د کلیسا شاوخوا سیمه کې امنیت هم د یوې ستونزې په توګه یاد کړ. بل لور ته دې ته په کتو چې دا د کاتولیکو عیسویانو کلیسا ده، د روم کې واتیکان هم د حکومت ملاتړ وکړ چې باید بل ځای ولټول شي.

تېره میاشت محکمې د فرانکو د کورنۍ له خوا د هغه د مړي د اېستلو اپیل رد کړ، او ناویلی یې د هغه د مړي بې ځایه کولو کې د حکومت ملاتړ وکړ.

نو له دې ټولو سره سره د فرانکو مړی پر پنجشنبه د یل-پاردو-منګوریبیو هدیره کې بیا خاورو ته سپارل کېږي. ټاکل شوې ده د سهار پر لس نیمو بجو یې قبر وسپړل شي.