تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'پر لومړي وزیر ریشي سوناک پورې مو د خپل ورور د خلاصون هیله تړلې'
- Author, ډېوېډ ګرینټن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
مصر کې د مصري - بریتانیايي بندي علاء عبد الفتاح خور ویلي "هیله او باورمنه ده" چې د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک به د مصر شرم الشیخ کې د اقلیمي بدلون نړیوالې سرمشریزې په درشل کې د هغې د ورور په راخوشي کولو وتوانېږي.
سناء سیف له شرم الشیخ نه - چېرې چې دا سرمشریزه روانه ده - بي بي سي ته پخپلو خبرو کې ویلي، ډاډمنه ده "که دا مسله پخپل لومړیتوب کې ولري، دا کار به وشي".
لاهم ۴۰ کلن عبد الفتاح له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د نه خوړو اعتصاب روان ساتلی.
د هغه کورنۍ وايي، اوس یې د اوبو له څښلو هم انکار کړی او که دا کار یې دوام وکړي، ښايي څو ورځو کې مړ شي.
په ډاونېنګ سټریټ کې د ریشي سوناک ویاند ویلي، لومړی وزیر به سرمشریزه کې له مصري ولسمشر عبد الفتاح السیسي سره ددې مسلې په اړه "خپله ژوره اندېښنه" شریکه کړي.
ویاند زیاتوي "لومړی وزیر هیلهمن دی چې په ډېر نژدې وخت کې یو حل وویني او د پرمختګ لپاره به فشار ته دوام ورکړي".
له سفر مخکې ښاغلي سوناک د عبد الفتاح کورنۍ ته په یوه لیک کې لیکلي وو چې حکومت یې د هغه د خوشي کولو لپاره "ټینګ ژمن دی او تر خپله وسه به هڅه وکړي".
د ۲۰۱۱ له پاڅون تر زندانه
عبد الفتاح یو مصری فعال او د دیموکراسۍ ملاتړ او بلاګ چلوونکی دی. د ۲۰۱۱ کال پاڅونونو د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک استعفا ته اړایسته.
په ۲۰۱۴ کال واک ته د السیسي له رسېدو وروسته چې په لړ کې یې د دیموکراسۍ له لارې واک ته رسېدلی ولسمشر محمد مرسي د پوځ په مرسته راوپرځاوه، عبد الفتاح خپل ډېر وخت په زندان کې یا له پولیسو سره تېر کړی دی.
تېر کال هغه پر خواله رسنیو د "دروغو خبرونو په خپرولو" تورن شو او پنځه کاله زندان پرې وخوت. د بشر حقونو ډلو دا تورونه ناسم وبلل او د هغه محاکمه یې نمایشي وبلله.
په تېره اپرېل میاشت کې د هغه کورنۍ وویل چې د جبري زنداني کېدو له کبله یې د نه خوړو اعتصاب کړی، هغه په پیل کې یوازې مالګه او اوبه څښلې، بیا یې په ورځ کې یوازې د ۱۰۰ کالوریو خوړل پیل کړل.
تېره اونۍ د هغه کورنۍ وویل، یوازې په یکشنبه ورځ اوبه څښي، خو کله چې د اقلیمي بدلون سرمشریزه پیل شوه، اوبه څښل یې هم ودرول.
د هغه خور سناء څه وايي؟
۲۸ کلنه سناء سیف چې د بشر حقونو مدافعه ده او د مصر زندان کې یې درې ځله زندان تېر کړی، د خپل ورور د خلاصون لپاره شرم الشیخ ته تللې ده.
هغې بي بي سي ته وویل، که مصر کې د بریتانیا کونسلګرۍ مسؤلانو ته د هغې له ورور سره د لیدو اجازه ورکړل شي، نو دی به بېرته د اوبو څښل پیل کړي.
دا وايي، باورمنه ده چې سوناک پر مصري ولسمشر د فشار دا توان لري چې د هغې ورور پرې راخوشی کړي.
"ډاډمنه یم چې دا کار به وکړي. دا ګران کار دی او وخت هم کم دی.خو پوهېږم چې دا کار کوي. مخکې هم داسې شوي، نورو حکومتونو دا کار کړی دی".