تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر کې بندي مصري-بریتانیایي فعال علاء عبد الفتاح د نه خوړو اعتصاب کړی
- Author, كارولين هاولي
- دنده, د بي بي سي د دیپلوماتیکو چارو خبریاله
- د خپرېدو وخت
په مصر کې بندي مصري - بریتانیایي فعال علاء عبدالفتاح د نه خوړو د اعتصاب نوی پړاو پیل کړی.
د ده کورنۍ وايي، اوس د هغه د ژوند په اړه خطر په ډېرېدو دی.
په داسې حال کې چې د روانې اونۍ پای کې د مصر شرم الشیخ د اقلیمي COP27 سرمشریزې کوربتوب کوي، د علاء د خوشي کېدو کمپاین په لویېدو دی.
۴۰ کلن علاء خپلوانو ته ویلي چې یوازې د یکشنبې په ورځ اوبه څښي او بیا خوراک او څښاک نه کوي.
د هغه خور سناء سیف ویلي: "علاء د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې له یوې وسیلې کار اخلي، چې هغه د ده جسم دی، اوس هغه د انسان په توګه ژوند نه لري، زښت ډېر کمزوری شوی او وېره لرم چې مړ نه شي".
دا وايي، کله یې چې وروستی ځل په زندان کې ولید، "یوازې هډوکي یې پاتې وو، سترګې یې نیمکښې نیولې وې او بې سېکه و".
په داسې حال کې چې د مصر شرم الشیخ کې د سرمشریزې لپاره ګډونوال چمتووالی نیسي، سناء لندن کې د بریتانیا بهرنیو چارو او پراختیا وزارت مخې ته پخپله کوچنۍ نیلي رنګه خېمه کې خپل اعتصاب ته دوام ورکړی.
۲۸ کلنه سناء چې د بشر حقونو مدافعه هم ده او د مصر زندان کې یې درې کاله تېر کړي، وايي د چاپېریال اړوندې نړیوالې فعالې ګرېټا تونبرګ، او وروستیو کې د ایران له زندانه راخوشې شوې نازنین زاغري راتکلېف نه یې الهام اخیستی دی.
خو د سناء کورنۍ د بریتانیايي حکومت د مثبت ځواب نه ترلاسه کولو له کبله نهیلې ښکاري.
سناء وايي: "مصر او بریتانیا ډېر قوي اړیکي لري. بریتانیا له مصر سره په ډېرو لوجستیکي چارو کې مرسته کړې خو دوی جګړې ته چمتو نه دي".
تېره اونۍ د بریتانیا ۶۴ پارلماني غړو د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیفرلي ته په یوه لیک کې هغه هڅولی و چې د مصر شرم الشیخ سرمشریزې نه په ګټه اخیستو د علاء د خوشي کېدو لپاره هم لاره هواره کړي.
د بهرنیو چارو وزات ویاند بي بي سي ته ویلي: "د علاء عبدالفتاح د خوشي کېدو لپاره خپلې هڅې کوو او د مصر حکومت لوړپوړو چارواکو سره د هغه د قضیې د شریکولو په درشل کې یو".
علاء د مصر د دیموکراسۍ ملاتړ پاڅون کې مهمه څېره وه چې په لړ کې یې په ۲۰۱۱ کال د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک له واکه لیرې شو.
خو د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په دیکتاتوره واکمنۍ کې چې په ۲۰۱۴ کال واک ته ورسېد، علاء خپل ډېر وخت زندان او یا له پولیسو سره تېر کړ.
پر هغه وروستی حکم پنځه کاله بند ختلی و. پر هغه تور دی چې "دورغ خبرونه یې خپاره" کړي، خو د بشر حقونو ډلو دا حکم غندلی او دا یې دروغجن تور بللی دی.
علاء په تېره ډیسمبر کې بریتانیا کې د هغه د زیږېدلې مور له لارې د بریتانیا تابعیت ترلاسه کړ.
د بشر حقونو ډلې وايي، د مصر زندانونو کې کابو ۶۰ زره سیاسي بندیان د تورو تیارو شا ته اچول شوي دي، خو د مصر حکومت وايي دوی هېڅ سیاسي بندیان نه لري.
د علاء بند د هغه پر ۱۰ کلن زوی خالد هم ناوړه اغېز کړی، چې اوس خبرې نه کوي.