له جونګړې تر مشرۍ؛ "خلکو راته ویل چې ښځې سینګارول سم کار نه دی"

پروین اصف
    • Author, آسیہ انصر
    • دنده, بي بي سي اردو
  • د خپرېدو وخت

"په کومه کوڅه کې چې ما خاپوړي کړې دي او څه ډول چاپېریال کې چې ما ژوند کاوه، هغه وخت خلک د زدکړو پر ارزښت نه پوهېدل خو خبر نه وو چې زما د مور په فکر کې د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره څه ګرځي. ورپورې خندل به یې چې خدای خبر که بچیان یې افسران شي او یا ته کوم ځای ته ورسېږې. خو اوس هماغه خلک موږ ستايي او راته وایي چې کمال مو وکړ."

دا د پروین اصف په نوم د هغې کراچۍ مېشتې خبرې دي چې د ژوند له لوړو ژورو او تکلیفونو ګاللو وروسته اوس مسلکي سينګاروونکې ده او د څو سینګارتونونو څښتنه ده.

پروین ته به ماشومتوب کې خلکو "پري" ښاپېرۍ ویل، له همدې کبله یې اوس د خپلو سینګارتونونو نوم هم "پري سینګارتون" ايښی. ماشومتوب یې د کراچۍ په ناظم اباد کې تېر شوی چې یوه غرنۍ او د خامو کورنو هستوګنیزه سیمه ده.

مور پلار یې د دې په ګډون پنځه اولادونه درلودل او په خوارۍ مزدورۍ یې لویول خو د دې فقیرې کورنۍ اوسېدونکې پروین سترګو لوی خوبونه لیدل. ویل یې چې یوه ورځ به لویه ښځه وي او د خپل کاروبار مشري به کوي. دا خوبونه خپلې مور نسيم بي بي ورښودلي وو چې باید پرخپلو پښو ودرېږي.

پروین وايي، "هره مور د اولادونو لپاره خواري کوي. زما مور به خلکو ته کالي ګنډل، د هغوی په کورونو کې یې کار کاوه او ډوډۍ به یې ورته پخوله. ډېره به ستړې وه، موږ یې هم ځان سره کار ته بېولی شوو خو هغې مجبوره نه کړو. کار کولو ته مجبور نه کړو. د هغې له زړه هیله وه چې موږ درس ووایو او د دې غوندې تکلیفونو ګاللو سره مخ نه شو."

"ما هوډ کړی و چې کورنۍ مې راباندې وویاړي"

پروین اصف

که څه هم پروین اصف د خپلو نورو خویندو وروڼو پرتله ډېرې زدکړې ونه شوې کړای خو منزل یې د خپل هنر له لارې د کاروبار جوړول وو.

دې د ښځو د سینګارولو په برخه کې لنډمهاله کورسونه پیل کړل.

د کورنۍ ملاتړ ورسره و خو په ټولنه کې د خلکو له منفي خبرو او چلند سره مخ شوه.

پروین وايي، "پنځلس کاله مخکې سینګارتون او دغه مسلک ته په ښه سترګه نه لیدل کېدل. ګاونډیانو او خپلوانو به مو ویل چې دا کار د نجونو لپاره مناسب نه دی. نو په داسې چاپېریال کې زه له دې فکر سره له کوره وتلم چې زما له کبله مې مور او پلار باید چا ته شرمنده نه وي بلکې باید راباندې وویاړي."

"خلکو مې مېړه ته د ښځنوکي پېغور ورکاوه خو اوس زموږ په مینه ویاړي"

پروین اصف

د سینګاروونکې په توګه تر مسلکي زدکړې وروسته پروین اصف په یوه سینګارتون کې کار پیل کړ او ځينو کورنو ته به هم د ښځو سینګارولو ته ورتله.

په همدې موده کې د دې واده وشو او کله چې میندواره شوه نو دې ته یې زړه خور چې ښايي د خپل شخصي سینګارتون درلودلو خوب یې په اوبو لاهو شو او پوره به نه شي.

خو دا وايي چې مېړه یې کلک ملاتړی و او د ناوړه دودونو او په ټولنه کې د خلکو څنګزنو خبرو پروا یې ونه کړه او د ماشوم تر زېږون وروسته یې په هر کار کې مرسته ورسره کوله.

پروین وايي، "زما تر ټولو لوی ملاتړی مې خپل مېړه دی. موږ دواړه سهار نهه بجې له کوره وځو. نو په همدومره لنډ تنګ وخت کې کور جارو کوه، لوښي مینځه، ماشوم مړوه، مالش کوه یې، مینځه یې، دا هر څه په یوازې ځان نه کېږي. نو مېړه مې هم یو ځای راسره وېښېږي. که زه د ماشوم پېمپر بدلوم، هغه ناشته تیاروي یا مې کالي راته اوتو کوي، نو دا لویه مرسته ده."

خو پروین وايي‌ چې د مېړه همدې ملاتړ له کبله خلک پېغورونه ورکوي، "له همدې وجې ټوکې راپورې جوړې شوې دي، مېړه ته مې خلک وايي چې د ښځې غلامي کوي. خو نن داسې ورځ راغلې چې چا په موږ ریشخند واهه، هماغه مو ستايي. زما او د مېړه مینه مې خلکو ته یو مثال دی او همدې منفي خبرو په اصل کې ما ته په ژوند کې د مخکې تګ فرصت راکړ."

"خلک راته یوه خوله شول چې سینګارتون وتړي"

پروین اصف

پروین اصف اوس د دوو سینګارتونونو څښتنه ده خو دومره په اسانه یې دا هر څه نه دي‌ ترلاسه کړي.

دا وايي چې د لومړي سینګارتون جوړولو لپاره یې کوچني کور کې ګوزاره او د خپل کار تر څنګ د غاښونو په یوه کلېنیک کې یې هم کار کاوه او ورو ورو یې پیسې ټولې کړې.

وروسته یې په یوه کور کې دننه یوه کوټه کرایه او سینګارتون یې پکې جوړ کړ خو د خلکو له نیوکو سره مخ شوه.

پروین وايي، "کله مې چې لومړنی سینګارتون پرانیست نو د سیمې خلک راټول شول او منع کولم یې. ویل یې چې دا هستوګنیزه سیمه ده او سينګارتون باید پکې جوړ نه شي. موږ زارۍ ورته وکړې خو دوی ټول راته یوه خوله شول او بنداوه یې. ما مې چې په کومه ورځ د سینګارتون شیان بېرته راټولول نو فکر مې وکړ چې هر څه لاړل."

" ماتې د پرمختګ همت راکړ"

دا زیاتوي، "ما وویل چې ځه، هېڅ خبره نه ده. بېرته به د خلکو په کورونو کې د هغوی لپاره سینګار کوم، بېرته به دنده کوم او یو ځل بیا به پیسې ټولې کړم او خپل سینګارتون به جوړ کړم. دې ماتې ما ته د پرمختګ همت راکړ."

خو اوس پروین کور او ډېر هغه څه لري چې د یوې بریالي ژوند لپاره اړین بلل کېږي.

پروین خوشاله ده چې د خپلې مور د خوبو په ریښتیا کولو کې یې ونډه اخیستې او وايي، "مور مې ټول عمر زموږ لپاره محنت وکړ نو اوس د دې وخت دی چې موږ د خپلې مور لپاره یو څه وکړو. زما په کاروبار کې زما د مور هم برخه ده."

پروین اوس د درو بچو مور ده او سینګارتون ته یې مېړه په خپله په ګاډي کې وړي راوړي او په اسانه خپلو مشتریانو ته رسېږي.

"که کاروبار کې بری غواړې نو د مشتري قدر او عزت باید وکړې"

پروین اصف

خو څو کاله مخکې وضعیت داسې نه و او د "ودونو سیزن" کې به کله کله رکشه نه ورته پيدا کېدله، کله به یې تر لرې لرې په پښو مزل کاوه، کله به ګڼې ګوڼې کې بنده پاتې کېدله او یا به سورلۍ نه وې.

پروین وايي، که غواړئ کاروبار مو بریالی شي نو خپلو مشتریانو یا پېرودونکو ته باید عزت ورکړل شي او درناوی یې وشي.

دا زیاتوي، "که د شپې یوولس بجې هم د کوم مشتري زنګ راغلی چې راشه وروځې راته جوړې کړه نو ما دا فکر نه دی کړی چې د پنځوسو روپيو لپاره اوس څوک له کوره په دې وخت وځي. بلکې دا فکر به مې کاوه چې هغه زما مشتري دی، هر وخت په ما کار کوي نو اوس یې چې اړتیا ده، باید ورشم. له خپل کار سره مینه او هلې ځلې زما د بریالیتوب کیلي ده."

اوس د پروین د ګاونډ او خپلوانو ګڼې نجونې له دې سره په سینګارتون کې په دې نیت کار او زدکړه کوي چې سبا له مالي پلوه پرخپلو پښو ودرېږي او له یوې ډیوې بله بله شي او له بلې بله روښانه شي.