بدل؛ د پاکستان بلوچستان کې د ۵ کلنې نجلۍ نکاح، پولیسو یې خسر نیولی

شادی

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان ایالت خضدار سیمه کې پولیسو یوه پنځه کلنه نجلۍ چې په زور یې نکاح تړل شوې وه، موندلې او بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.

پولیس وایي‌ له کوم هلک سره چې د دې نجلۍ نکاح تړل شوې، هغه هم د ۱۲ او ۱۳ کلونو ترمنځ عمر لري.

د دې نجلۍ ورور فدا حسین وایي د هغې "خسر ته مو وویل چې ستره شوه نو واده به یې درکړو، خو هغه نه یوازې دا چې په زور یې نکاح وتړله، بلکې ماشومه یې هم رانه خپل کور کې ایساره کړه."

د خضدار پولیسو یو مشر جاوید غرشین بي بي سي ته ویلي چې په دې تړاو یې د دې کوچنۍ نجلۍ د خسر په ګډون دوه کسان نیولي دي.

خو هغه کس لا نه دی نیول شوی چې دا نکاح یې تړلې ده.

د دغو کورنیو ترمنځ‌ بدل شوی و. خضدار کې هم د ګڼو نورو سیمو په څېر د بدل ودونه ډېر کېږي.‌

د دې کم عمره نجلۍ د نکاح په ثبت شوې قضیه کې راغلي چې د زهري تحصیل اوسېدونکي محمد میراجي مینګل خپل زوی فدا حسین ته د خضدار ښار د اوسېدونکي مهر علي میراجی لور کړې او بدل کې یې د هغه زوی سمیع الله ته خپله لور ورکړې وه.

په دوی کې د محمد میراجي زوی فدا حسین او د هغه کوژدن بالغ وو، خو د مهر علي زوی او اینګور بیا د واده قانوني سن ته نه دي رسېدلي.

په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۴مه د فدا حسین د واده مراسم پلان شوي وو، خو په ناوې پسې تر تګ وروسته د نجلۍ پلار ورته ویلي تر هغې لور نه ورکوي،‌ چې د ده د زوی سمیع الله نکاح د میراجي له لور سره نه وي تړل شوې.

'لور یې رانه په زور وګرځوله'

A generic image of a girl in a bedroom

محمد میراجي پولیسو سره ثبت کړې عریضه کې لیکلي چې مهر علي د ده او نورو له ډېرو غوښتنو سره سره پر خپله خبره ټینګ ولاړ و او دوی یې اړیستل چې د ۵ کلنې لور نکاح ته غاړه کېږي.

هغه زیاته کړې پلان دا و چې دوی به تر نکاح وروسته خپله لور ځان سره کور ته بیایي خو مهرعلي یې د خپل ملګري شکر علي جتک په مرسته لور ترې په زور وګرځوله.

د هغه په وینا د لور خسر ته یې د کلي او سیمې خلکو هم وویل خو هغه د هیچا نه منله، نو دوی اړ شول چې خپله کوچنۍ لور پرېږي او خپله ناوې کور ته یوسي.

پولیسو څه کړي؟

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خضدار د پولیسو مشر جاوید غرشین په تلیفون بي بي سي ته وویل چې پر پېښه له خبرېدو سملاسي وروسته لاس په کار شول او د مهر علي په ګډون یې دوه کسان ونیول.

پولیسو دا کوچنۍ نجلۍ هم بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.

د خضدار پولیسو اېس ایچ او عطالله جاموت وايي بل نیول شوی کس د مهرعلي ملګری شکر علي دی.

هغه زیاته کړې چې د هغه کس د نیولو هڅې هم روانې دي‌ چې د دې کوچنۍ نجلۍ نکاح یې تړلې ده‌.‌

خضدار کې کوچنیوالي کې د نجونو د ورکړې پېښې کمې نه دي، خو نکاح او ودونه یې اکثرآ قانون عمر ته تر رسېدو وروسته کېږي.‌