تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند ګجرات کې د یوه پله نړېدو له کبله ۱۴۱ کسان وژل شوي
د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت موربي ښار کې پر ماچهو سیند د پلي خلکو د اوښتو راوښتو یوه پله نړېدو له کبله لږترلږه ۱۴۱ کسان وژل شوي دي.
پر خواله رسنیو د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر کسان سیند ته د دغه پله یوه ځوړنده برخه کې بند پاتې دي او د ځان ژغورلو هڅې کوي.
وړاندې دې پېښه کې د ۶۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و، خو دا شمېر وروسته لوړ شو.
رپوټونو کې راغلي چې د پېښې پر مهال پر دغه پله شاوخوا ۴۰۰ کسان موجود وو او یو شمېر اوس هم بې درکه دي.
چارواکو ویلي د دې پېښې اکثریت قربانیان ماشومان، ښځې او زاړه دي او د دې امکان ډېر دی چې شمېر یې نور هم لوړ شي.
د ګجرات اعلی وزیر 'براجېش مېرجا' ویلي چې مرستندویانو تر ۸۰ ډېر کسان ژغورلي.
دغه ۲۳۰ متره اوږده پل چې ۱۹مه پېړۍ کې پر هند د بریتانیا واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، تازه څو ورځې وړاندې ترمیم او له بېارغونې وروسته بېرته پرانیستل شوی و.
دا پل د ځایي خلکو ترمنځ په "جولتو پل" مشهور و او دا سیمه ګجرات کې د ګرځندوی صنعت یو مشهور ځای دی.
دا مرګونې پېښه یکشنبه نږدې ماښام مهال رامنځته شوې.
یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي د پلي خلکو تګ راتګ پر دغه پله ګڼ شمېر ماشومان هم موجود و، چې ونړېد.
پراتیک واسوا چې له دې پېښې ژوندی وتلی، د ګجراتي ژبې ۲۴ ساعته خبري چینل ته ویلي چې د پله له نړېدو او سیند ته تر پرېوتلو وروسته په لمبا غاړې ته وتلی دی.
هغه زیاته کړې چې ګڼ شمېر ماشومان هم سیند ته وغورځېدل - "غوښتل مې یو څو ځان سره غاړې ته وباسم، خو ډوب شوي او اوبو وړي وو."
د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې تیاره په خپرېدو ده او د سیند غاړو ته یو شمېر راټول شوي کسان په بېړه او هله ګوله اوبو کې د ایسارو خلکو د ژغورلو هڅې کوي.
یوه بله ویډیو کې ښکاري چې څو کسان د نړېدلي پله له ځوړندې برخې د جالونو په وسیله د پورته ختلو هڅه کوي.
د پېښې ځای ته له ګاونډیو سیمو د بېړني اقدام ډلې استول شوې چې د شپې له پخېدو سره د ژغورنې عملیات جاري وساتي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دا پل ولې غورځېدلی خو ځايي چارواکو داسې انګیري چې د دیوالي جشن مېلو او رخصتیو ته په کتو به د خلکو ګڼه ګوڼه پرې ډېره وه.
د ورځې له مخې پر خواله رسنیو د دغه پله خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې دغه پل خلکو د ګڼوالي له کبله ټالۍ وهي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي چې پخپله هم د ګجرات او دمګړۍ په درې ورځنۍ رخصتۍ دغه ایالت کې دی، پر دې "غمیزه ژوره خواشیني ښودلې."
ښاغلي مودي همدا راز اعلان کړی چې دې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو سره به مالي مرستې وشي.