د هند مرګونې فابریکې؛ هر کال لسګونه کسان پکې په بېلا بېلو پېښو کې ژوند بایلي

د خپرېدو وخت

"دا د مرګونو فابریکه ده"

د هند پلازمېنې ډیلې اوسېدونکی اسماعیل چې د یوې سوځېدلې ودانۍ دوهم پوړ ته اشاره کوي نو لاس یې لړزېږي.

دلته هغه په وروستي ځل خپله کوچنۍ خور لیدلې وه چې پکې بنده پاتې وه، ټوله ودانۍ اور او لوګیو په سر اخیستې وه او هغې پکې بهر ته د وتلو لار لټوله.

۲۱ کلنه مسکان د هغو ۲۷ کسانو له ډلې یوه وه چې په مئ میاشت کې د الکترونیکې توکو د تولید په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې د لګېدلي اور له امله ووژل شوه.

له اور وژنې څو ورځې وروسته د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته وویل چې دغه ودانۍ د فعالیت جواز نه لري.

بي بي سي له پېښې وروسته څو ځله د فابریکې څښتانانو سره اړیکه نیولې خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی، د دوی له وکیل سره هم د پرله پسې اړیکو له نیولو سره سره هم هغه د پېښې په اړه غوښتل شوي جزیات شریک نه کړل.

هند د هغو لارو او طرحو پر بنسټ، چې د پانګونې د تشویق او نوښت لپاره جوړې شوې، هڅه کوي په یوه صنعتي ځواک بدل شي.

خو د ډيلې د اور لګېدنې په څېر ډېرې داسې غمیزې پکې عامې دي چې ډېر کارکوونکي او عام خلک یې پور پرې کوي.

صنعتي ځایونو کې رامنځ ته کېدونکې پېښې هر کال سلګونه کسان وژني او زرګونه بیا د تل لپاره معیوبوي.

په ۲۰۲۱ کال کې فدرال وزیر پارلمان کې ویلي وو چې پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۶۵۰۰ کارمنان په بندرونو، کانونو، او ودانیزو پروژو کې د کار پر مهال وژل شوي.

د کارګرانو د حقونو یو فعال، چې کلونه يې دې برخه کې کار کړی بي بي سي ته ویلي، شمېرې ښايي تر دې هم لوړې وي ځکه چې د ډېریو پېښو رپوټونه نه ورکول کېږي.

د نړۍ د کارګرانو ټولنې انډسټري ال (IndustriAll) له خوا د راټولو شويو معلوماتو له مخې، هند کې د تولیدي، ودانیزو او کیمیاوي توکو جوړوونکو سکتورونو څخه د ډېرو تلفاتو رپوټونه خپرېږي.

یوازې ۲۰۲۱ کال کې په اوسط ډول هره میاشت د هند تولیدي صنعتونو کې د ۷ پېښو رپوټونو ورکړل شوي چې له ۱۶۲ ډېر کارګران یې وژلي دي.

د کلونو په اوږدو کې د خپرو شویو رپوټونو له مخې ویل کېږي چې د "کوچنیو، غیر راجسټر شویو فابریکو کارګران اکثر د صنعتي پېښو له امله اغېزمنېږي."

د دغو پېښو قربانیان ډېر بي وزله کارګران یا کډوال دي چې د قانوني کارونو د ترسره کولو حق نه لري.

بي بي سي په دغه برخه کې د چارواکو برېښنالیکونو ته اړوندې پوښتنې استولي خو لا نه دي ځواب شوي.

"زه عدالت غواړم"

راکېش کومار ډېر کله نیمه شپه چیغې وهي. د هغې درې لوڼې د ډیلي په یوه فابریکه کې وژل شوې دي.

هغه وايي"زما لوڼې به ډېرې ځورېدلې وي."

کورنۍ یې له اور لګېدنې وروسته څو ورځې یې د حال راتلو په تمه وه، تر هغې چې پولیسو د ډي اېن اې د مالومولو لپاره وغوښتل چې د لوڼو مړی یې پرې وپېژني.

راکېش کومار میاشت وروسته د خپلو لوڼو د مړینې وروستي مراسم وکړل.

ښاغلی کومار وايي: "زه هغوی ته عدالت غواړم."

اګسټ میاشت کې د ډیلي پولیسو پېښه کې د ۵ تورنو کسانو پر ضد محکمې ته شکایت وکړ.

ډیلې کې د سوداګرۍ ټولنې فعال راجیش کشېپ تور پورې کوي چې پلازمینه او شاوخوا سیمو کې ډېری کار خونې صنعتي او خوندیتوب قوانینو ته په کمه سترګه ګوري او ډېر کم یې پلي کوي.

هغه او نور کارګران ادعا کوي چې په ډېرو صنعتي پېښو کې دوسیې کلونه پرتې وي او تورن کس په ضمانت خوشې کېږي.

د ډیلي د پولیسو په وینا، تېرو پنځو کلونو کې یوازې د پلازمېني په فابریکو کې ۶۶۳ پېښې ثبت شوي چې ۲۴۵ کارګران یې وژلي دي.

د دغو پېښو په تړاو ۸۴ کسان نیول شوي دي.

د کارګرانو د هغو تورونه په ځواب کې چې وايي"په دې پېښو کې لومړنۍ پلټنې ډېر کله نیمګړې پاتې کېږي." پولیس وايي، هڅه کوي د "مجرمینو پر وړاندې سملاسي اقدام وکړي."

خو زیاتوي چې ډېر کله ښایي قانوني طبي پایلو ترلاسه کولو کې ځڼد او مسلکي او تخینکي کسانو د نظرونو په راخیستو کې ځنډ د دې لامل شي چې قضیه وځنډوي.

د جبرانولو لپاره یې مبارزه

بي بي سي له کورنیو سره کتلي چې لا هم د خپلو عزیزانو په ویر ناست دي چې له دوی څخه ډېر یې د خپلو کورنیو نفقې ګټونکې و.

خو قانوني تشریفات او یو شمېر نور لاملونه ښايي له شرکتونو څخه د غرامت ترلاسه کول ستونزمن کړي.

یو وکیل چې د کارګرانو د خسارې په یو شمېر قضیو یې کار کړی بي بي سي ته ویلی، کلونه کېږي چې دا ډول قانوني کړني روانې دي.

ډېری وخت حکومت پخپله کورنیو ته د پیسو ورکړه اعلانوي، او په دې کار د خلکو مخ له شرکتونو اړوي چې د خسارې غوښتنه ترې و نه شي، خو تر هغې چې یې قضیو ته رسېدنه کېږي د وژل شوي کارګر کورنۍ اړ ده چې د روزۍ پیدا کولو لپاره خپل کلي یا کوم لري ښار ته کډه شي.

چندن کومار چې غیر رسمي کارمندانو سره د یوه مرسته کوونکي سازمان غړی دی وايي" کارګران د اوږدې او پېچلې پروسې له امله پر حقوقي سیسټم باور نه لري، نو ځکه له حکومته د معافیت په ډول یو څه پیسې اخلي او ځي."

بي بي سي هڅه وکړه چې په ډیلي کې د ۲۰۱۸ کال د یوې فابریکې د اورلګېدنې د قربانیانو کورنیو سره په اړیکه کې شي چې ۱۷ کارګران پکې وژل شوي و خو نژدې ټول له ښاره وتلي دي.

هغو کسانو سره هم ورته چلند کېږي چې فابریکو کې د رامنځته شویو بېلابېلو پېښو کې معیوب شوي او د بدن کوم غړی یې له لاسه ورکړی وي.

۵۰ کلنه سنګیتا رای درې کاله وړاندې په خپل شرکت کې د کاغذ پرې کولو ماشین کې لاس غوڅ شو. نوموړې وايي له دې پېښې وروسته یې په بدل کې له شرکته هېڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې او له ژوبلېدو وروسته درې کاله کېږي چې د کارمنانو لپاره د دولتي تقاعدۍ ترلاسه کولو لپاره انتظار وباسي.

د صنعتي پېښو له امله د معلولیت لرونکو کارګرانو په اړه په ملې کچه هېڅ رسمي مالومات نشته خو د یوې وروستۍ سرشمېرنې له مخې چې په هند کې خوندي (Safe in India) په نامه بنسټ له لوري د موټرو د پرزو جوړولو په یوه فابریکه کې شوې ویل کېږي چې، د اوسپنې ټوټو نښلولو وسیلې کارولو پر مهال د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ ۳۹۵۵ جدي پېښې رامنځته شوې دي.

هند سویلي آسیا کې د موټرو د پرزو جوړولو لوی مرکز دی، اټکل کېږي چې له ۱۰ میلیونو ډېر کارګران دغې برخه کې بېلابېلو کارخونو کې ګومارل شوي دي.

د تولید لویه برخه د قراردادونو په بڼه کوچنیو شرکتونو ته ورکول کېږي.

د یوې موسسې بنسټ ايښودونکي، سندیپ ساچدیوا بي بي سي ته ویلي، چې له ایالتونو د دا ډول پېښو رپوټونه نه ورکول کېږي.

راتلونکې ته اندېښنه

هند د څلور نویو قوانینو پر ځای کولو سره د خپل کار قانون سمونه او اصلاح پیل کړې چې په دغو تازه قوانینو کې د خوندیتوب، روغتیا او کاري شرایط شامل دي.

خو د فعالینو اندېښنه دا ده چې ښايي نویو قوانیو سره د کارګرانو حقوقي خوندیتوب نور هم راکم شي.

داسې حال کې چې پخوانیو قوانینو کې ویل شوي و چې هر هغه شرکت چې۱۰ یا له دې زیات کارګران ولري باید د خوندیتوب کمېټه ولري. نوي وړاندیز شوي قانون دا شمېر بیا ۲۵۰ ته لوړوي.

د ۲۰۱۶ کال د اقتصادي سرشمېرنې له مخې، ۱،۶۶ سلنه غیر کرهنیزو شرکتونو ۲ سلنه په تولیدي او ۱،۲۵ سلنه په ودانیزو شرکتونو کې ۱۰ یا له هغې ډېر کارګران ګومارلي دي.

د غیر رسمي اقتصاد په برخه کې هېڅ مالومات نشته، کوم چې د هند ۹۰ سلنه کاري ځواک ګوماري.

وکیله او د کارګرانو د حقوتو فعاله، سودها بهاردواج وايي، ډېری شرکتونه د دایمي کارمنانو پر ځای قراردادي کارمنانو ګومارلو ته مخه کړې چې په دې کار د کارګرانو حقونه نور هم راکم کړي.

د دندو په برخه کې ناهیلۍ هم کارګر ټولنو کې د غړیتوب اخیستو ته زړه نا زړه کړي.

حکومت شرکتونو ته د چارو د اسانۍ لپاره د کار ځای پلټنې قوانین هم بدل کړي.

داسې حال کې چې اوس د کارګرو مشر د خوندیتوب مقرراتو د پلي کولو برخه کې د پلټڼې او ډاډ ورکولو مسولیت لري، نویو قوانینو کې به د دوی دندو کې هم بدلون راځي.

د کارګرانو چارو علمي فعال سید ایشور پراساد شوکلا وايي: " په پای کې به د کارګرانو خوندیتوب د هېچا مسولیت نه وي."