هند کې واورې ښویېدنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او لسګونه نور بې درکه دي

د خپرېدو وخت

د هند په اترا کنډ ایالت کې د واورې ښویېدني له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور نادرکه دي.

دغه کسان په هند کې د همالیا د غرونو په څوکو ته د هغې غر ختونکې ډلې دي چې ۳۴ زده کوونکي او ۷ لارښوونکي پکې شامل دي.

یاده ډله د لار موندونکې آلې د کارولو پر تمرین بوخته وه چې له پورته پرې واوره راوښویېدلي.

پولیس وايي، ۱۴ کسان یې ژغورلي داسې حال کې چې نږدې ۲۰ تنه نور نادرکه دي.

رپوټونه وايي، د هند هوايي ځواک هڅه کوي چې نادرکه شوي کسان پیدا کړي.

دا ډله د نهرو غره ختنې انستیتوت زده کوونکي وو چې په دغه غره کې د روزونکو له خوا ورته روزنه ورکول کېده.

د رپوټونو له مخې، دغه زده کوونکي د درونپاډي ډنډا له غره راښکته کېدل چې واوره پرې راښوویدلې او ټول یې لاندې کړې دي.

د دغو کسانو د ژغورنې لپاره ورغلې ژغورونکې ډله وايي، چارواکو د سه شنبې پر ورځ په ځايي وخت ۹:۳۰ د پېښې رپوټ ورکړی دی.

د باران او واورې له امله د دغو کسانو د موندلو هڅې د شپې له خوا درول شوې وې خو د چهارشنبې پر ورځ بېرته پیل شوي.

د اتراکنډ د پولیسو مشر اشوک کمار اني خبري اژانس ته ویلي چې هوا پاکه شوې او ژغورونکې ډله کولی شي چې عملیات بېرته پیل کړي.

نوموړي وایلي:"نن شپږ مړي را ایستل شوي او تر اوسه ټول ۱۰ مړي موندل شوي دي."

له دې وړاندې ښاغلي کمار رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د هند هوايي ځواک د دغو غرونو پر سر هوايي عملیات پیل کړي ځکه چې هغه ځاي ته لاسرسي اسانه نه ده چې پېښه پکې رامنځته شوې ده.

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ پر ټویټر لیکلي:" د ځمکې ښوېیدنې له امله د هغو با ارزښته خلکو د لاسه ورکولو له امله ژوره خواشیني څرګندوم چې اورتارکاشي کې د نهرو غره ختونکې له انستیتوته د روزنې لپاره بیول شوي و."

دا پېښه وروسته له هغې کېږي چې امریکا د مشهورې نامتو غر ختونکې هیلاري نیلسن د مړینې خبر خپور کړی و چې د همالیا د غرونو په څوکه کې وموندل شوه.

اغلي نیلسن چې د خپل دور یو له خورا نامتو غر ختونکو وه د ماناسلو غره ته له رسېدو وروسته د غره له څوکې راښوېدلې وه او د واورې په یوه ژوره کنده کې لوېدلې وه.

په هغه ورځ چې نوموړې نادرکه شوې وه په همدې غره کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس وژل شوی و او تر سلو نور ټپيان و.