د داعش جنګیالیو کورنۍ سوریه کې له پنډغالو استرالیا ته لېږدول شوې

Camp Roj in north-eastern Syria pictured in March 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

استرالیا له اوږد ځنډ او پراخو پلټنو وروسته له سوریې د داعش ډلې د وسله والو د کورنیو ۱۷ غړو ته اجازه ورکړې چې دغه هېواد ته ولاړ شي.

دې ډله کې چې ټول یې د استرالیا تابعیت لري، اووه ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي.

د بشري حقونو څار ډلې د استرالیا د دې ګام هرکلی او غوښتنه کړې چې سوریه کې په پنډغالو کې پاتې استرالیايي اتباع هم ولېږدول شي.

سوریه او عراق کې د داعش ډلې تر ماتې وروسته د اروپايي هېوادونو په څېر د استرالیا یو شمېر اتباع هم چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي، د سوریې په شمال کې پنډغالو کې په سختو شرایطو کې اوسیږي.

استرالیا په لومړي ځل له دغو کمپونو خپل اولس تنه اتباع ورغوښتي او دغه هېواد ته رسیدلي دي. د استرالیا د کورنیو چارو وزیره کلیر اونیل وايي دغه کسان چې ۱۳ یې ماشومان او څلور یې میرمنې دي د امنیت، ټولنې او پالنې اړوندو مسلو له څېړنو وروسته استرالیا ته غوښتل شوي دي.

نوموړې ویلي د ملي امنیت اړونده ارګانونو له خوا له سختې او فردي پلټنې وروسته دا کسان استرالیا ته رسیدلي دي.

Children peer through holes in tent in al-Hawl camp

د عکس سرچینه، Reuters

خو اغلې اونیل ټينګار کړی که د دې میرمنو له ډلې کومه یوه په سوریه کې ناقانونه کړنو کې ښکیله ثابته شي نو عدلي تعقیب ته به سپارل کیږي.

دا اولس تنه دهغو نږدې اتیا تنو لومړۍ ډله ده چې استرالیا غواړي خپل هېواد ته یې ستانه کړي. پاتې کسانو کې شل میرمنې او څلویښت ماشومان شامل دي.

استرالیا ته له داعش ډلې سره د یو ځای شویو کسانو بېرته ستنول په کوردننه یوه سیاسي او جنجالي مسله ده.

مخکنی دودپال حکومت په دې نظر وو چې دا کسان د استرالیا ملي امنیت ته ګواښ دي.

که له یوې خوا په کوردننه د داعش ډلې د غړو او د هغوی د کورنیو غړو ستنول د هېوادونو لپاره سیاسي مخالفتونه او امنیتي اندېښنې رامنځته کړي، له بلې د بشري حقونو فعالو ډلو تل غږ کړی چې دا کورنۍ باید هغو هېوادونو ته ستنې کړل شي چې تابعیت یې لري.

د بشري حقونو د څار ډلې د استرالیا د دې نوې ګام هر کلی او ټېنګار یې کړی چې استرالیا دې خپل پاتې تابعیت لرونکي هم وروغواړي.

Children, with identities hidden, in a camp near Idlib

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې ډلې پلټونکې سوفي ماکنیل ویلي دا ګام ډېر په ځنډ واخیستل شو او استرالیا خپل وګړي څو کاله د پنډغالو په سختو شرایطو کې وساتل.

د یادولو ده چې د داعش ډلې د اړوند کسانو د کورنۍ سلګونه غړي د سوریې په شمال کې د کردانو تر واک لاندې سیمو کې په څو کمپونو کوې اوسیږي.

د بشري حقونو ډلو دغو کمپونو کې د ژوند شرایط ډېر سخت بللي.

دوی په اروپايي او نورو هېوادونو غږ کړی چې خپل اتباع له دغو کمپونو ور وغواړي