کورونا وبا؛ د چین په ګڼو ښارونو کې بیا ټولبندیز اعلان شوی

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د چین په لسګونو ښارونو کې یو ځل بیا ټولبندیز اعلان شوی دی. په دغو ښارونو کې ووهان هم شامل دی چې د کورونا ویروس لومړنی پېښه پکې رامنځ ته شوې وه.

دا پرېکړه د ولسمشر شي جین پېنګ د هغې تګلارې برخه ده چې پر مټ یې غواړي په چین کې کوېډ-۱۹ صفر ته راټيټ کړي.

همدا نن تر ۸۰۰ زره ډېرو خلکو ته په ووهان کې ویل شوي چې درې ورځې پر کور پاتې شي او هلته به دا وضعیت د روانې اکتوبر میاشتې تر دېرشمې نېټې دوام کوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "موږ بیخي بې حسه یو. یو دم بې حسه شوي یو"

دغه ټول بندیز د ژينګژو ښار هم اغېزمن کړی دی چې په نړۍ کې د ایفون جوړولو تر ټولو ستر شرکت هم پکې دی.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې هلته پر کورونا د اخته کسانو تر زرو ډېرې تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د چین ولسمشر د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د "کوېډ صفر ته راټيټولو" پالیسي به نرمه نه کړي او ویلي یې وو، "دا د خلکو جګړه ده چې د ویروس د خپرولو مخه باید ونیسي"

د ټولبندیز پرېکړې پر ضد احتجاجونه شوي

لهاسا

د عکس سرچینه، Twitter

د دې میاشتې تر ۲۴ پورې شاوخوا ۲۸ ښارونو کې تر یوه بریده ټولبندیز پلی شوی چې د دغه هېواد شاوخوا ۲۰۷ میلیونه وګړي اغېزمن کړي.

په وروستیو کې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۲۰۰ ډېر ټولبندیزونه تر ډېره په هغو سیمو کې پلي شوي چې د کورونا ویروس د خپرېدو خطر پکې ډېر دی.

خو د ولسمشر شي چینګ پينګ دې پرېکړې او ټول بندیز په ځينو سیمو کې د خلکو توند غبرګون پارولی او خلکو احتجاج پیل کړی دی.

له ډلې یې تبت هغه سیمه ده چې په پلازمېنه لهاسا کې یې په پراخه کچه د ټولبندیز پر ضد احتجاجونه پکې شوي.

هلته له تېرو شاوخوا درو میاشتو راهیسې ټولبندیز دی او تېره پنجشنبې هم یوه ځايي چارواکي وویل چې د کوېډ - ۱۹ تازه اته پېښې په لهاسا کې ثبت شوې دي.

پر خواله رسنیو داسې ګڼې ویډيوګانې لاس په لاس کېږي چې سلګونه اعتراض کوونکي له پولیسو سره نښتي.

ویل کېږي دغه احتجاج کوونکي تر ډېره د چین د هان توکم او کډوال کاریګر دي.

د لهاسا یوه اوسېدونکي بي بي سي ته منلې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په دغه ښار کې مظاهرې شوې دي.

په یوه ویډيو کې ښکاري چې لسګونه خلک د ښار پر سړکونو سره راټول دي او امنیتي کسانو هغوی په یوه سیمه کې ور ایسار کړي دي.

په لوډ سپيکر اورېدل کېږي چې امنیتي مسولان له اعتراض کوونکو د ارامۍ غوښتنه کوي او ورته وايي، "هیله ده وضعیت درک کړئ او بېرته کورونو ته ستانه شئ"

دې تازه ټولبندیز د چین اقتصاد او د سړي سر عاید هم ځپلی دی.