ايران کې احتجاجونه: د مهسا اميني قبر ته څېرمه ګڼ کسان راټول شوي

د عکس سرچینه، Twitter
د ايران په شمال لوېديځ کې د مهسا اميني له قبر سره نژدې ګڼ شمېر فعالان د نوموړې د مړينې پر څلوېښتمه ورځ د احتجاج په ډول راټول شوي دي.
په انلاين خپرو شويو ويډيوګانو کې زرګونه کسان ښکاري چې د "ښځه، ژوند، ازدي او مرګ پر دېکتاتور" نارې وهي.
د مهسا اميني له مړينې وروسته دا شعارونه د احتجاج کوونکو له خوا د ايران په بېلابېلو برخو کې ورکول کېږي.
په ایران کې ماتم کوونکو د امنیتي تدابیرو پروا نه ده کړې او د مهسا امیني له مړینې څلویښت ورځې وروسته د هغې قبر ته ورغلي.
۲۲ کلنه مهسا اميني د سپټمبر پر ۱۳ نېټه په پلازمينه تهران کې د امرباالمعروف پوليسو له خوا په دې تور نيول شوې وه چې شرعي حجاب يې نه و اغوستی. د توقيف په يوه مرکز کې له راپرېوتو وروسته کوما حالت ته تللې وه چې درې ورځې وروسته بيا مړه شوه.
داسې رپوټونه هم وو چې افسرانو نوموړې په سر وهلې وه خو پوليسو ورسره ناوړه چلند رد کړی او وايي د زړه حملې له کبله مړه شوې ده.
که څه هم امنیتي ځواکونو یې کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې قبر ته له ورتلو ډډه وکړي خو مراسم د کردستان د ساقیز ښار په هدیره کې وشول. د بلوا ضد پولیسو ښار ته د ننوتلو دروازې تړلې وې او هڅه یې کوله چې د خلکو مخه ونیسي.
په همدې وخت کې د پلازمېنې تهران په ګډون په نورو ښارونو کې هم مظاهرې روانې دي، په هغه سيمه کې د ټوپک ډزې هم اورېدل شوې چې ځينو ډاکټرانو او روغتیا پالانو پکې لاریونونه کول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
داسې رپوټونه هم شته چې وايي ایراني رژیم د لاریونوالو د نیولو او لېږدولو لپاره امبولانسونه کارولي دي.
بل پلو نا تایید شوي رپوټونه وايي اوس په ساقیز سیمه، او نورو ښارونو کې د پوهنتونونو په ګډون پراخ لاریونونه روان دي.
په ناروې کې مېشت د ايران د بشري حقونو سازمان وايي، د مظاهرو له پیل راهیسې لږ ترلږه ۲۳۴ تنه لاريونيان چې ۲۹ ماشومان هم په کې شامل دي د امنیتي ځواکونو له خوا په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي خو ايراني چارواکي د دې مظاهرو پړه پر بهرنيو کړيو اچوي.




















