د ملګرو ملتونو ۷۷ یمه کلیزه؛ دغه سازمان څومره اغېرناک ثابت شوی؟

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۷۷ کلیزه ده. ملګري ملتونه په نړۍ کې تر ټولو با اعتباره بې پرې سازمان دی چې ۱۹۳ هېوادونه یې غړیتوب لري.

دغه سازمان په ۱۹۴۵ کال کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو چې د نړیوالو کړکېچونو اوارولو کې مرسته وکړي. خو پر ملګرو ملتونو کله نا کله نیوکې کېږي چې خپل مسولیتونه سم نه شي پر ځای کولی.

سږکال د ملګرو ملتونو شعار دا دی چې 'د سولې او سوکالۍ لپاره بېرته سره یو ځای کېږو.' سږني شعار کې ملګري ملتونه ځان د هیلو او ارمانونو سمبول بولي او سرمنشي یې "انتونیو ګوتېرېش" وايي دغه سازمان له هیلو راټوکېدلی دی.

دی په خپلې سږنۍ وینا کې وايي لکه څرنګه چې وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې ملګري ملتونه رامنځته شول او تر نړیوال کړکېچ ور هاخوا یې د ستونزو حل لار لټوله، اوس هم دغه سازمان له ازموینو سره مخ دی.

د ښاغلي ګوتېریش په وینا ملګري ملتونه همداسې ورځو لپاره جوړ شوی او د سولې ټینګښت، د بې وزلۍ او نامساواتو ختمولو او د ځمکې ساتلو لپاره کار ته دوام ورکوي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ډېپلوماتانو د انتونیو ګوتیری هرکلی وکړ.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، انتونیو ګوتېرش - د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ۱۹۴۵ کال د اپرېل میاشت پر ۲۵ مه وه چې د امریکا سانفراسسکو ښار کې د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه ترسره شوه چې د کابو ۵۰ هېوادونو غړو په کې ګډون کړی و او د هر هېواد استازي تر جګړې وروسته د خپل ملت پر هیلو غږېدل. خو ملګري ملتونه رسماً د همدې کال د اکتوبر پر ۲۴ مه د یوه سازمان په توګه رامنځته شو.

په لومړۍ هیله بخښونکې ناسته کې یې ټولو هېوادونو پر نړیوالې سولې خبرې کولې او تمه دا وه چې تر دې وروسته به دغه سازمان کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د استازو له ناستو او خبرو اترو سره د نورو ویجاړوونکې جګړو مخه ونیول شي او ملګري ملتونه به د نړیوالو کړکېچونو اوارولو کې مرسته وکړی شي.

خو له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته هم نړۍ کې جګړې ونه درېدې او میلیونونه انسانان پکې مړه او ټپیان شوي.

د بې وزلۍ مخنیوی، د بشري حقونو پام کې نیول، د نړیوالو قوانینو خلاف پر کمزورو هېوادونو د ځواکمنو د یرغل مخنیوی او په ټوله کې د ځمکې او حیات خوندي ساتل د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ژمنو دي.

سوله ساتي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه

خو پر دغه سازمان کله نا کله نیوکه کېږي چې ډېرو هېوادونو کې یې خپلې ژمنې او مسولیتونه سم نه دي پر ځای کړي او امنیت شورا کې یې د امریکا، چین او روسیې په ګډون د پنځو ځواکمنو هېوادونو د ویټو رایه د نورو د خوښې خلاف واقع کېدای شي.

خو ملګري ملتونه له دغو نیوکو سره سره د نړۍ تر ټولو با اعتباره او باور وړ نړیوال سازمان دی چې د کارپوهانو په وینا له نه موجودیت سره به یې د نړۍ اوسنۍ ستونزې لا ډېرې وې.

د ویډیو تشریح، د ملګرو ملتونو سازمان څنګه جوړ شوی و؟