د ملګرو ملتونو سازمان څنګه جوړ شوی و؟
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه سږنی کال خپله ۷۵ مه کليزه لمانځي. خو عمومي اسامبلۍ یې د کورونا ويروس وبا له امله خپله کلنۍ غونډه، انلاين يا د انټرنېټ له لارې کوي. د ملګرو ملتونو فعالتوب په اړه پوښتنې تېره نژدې موده کې خورا زياتې شوې، ځکه دا سازمان نړيوالو کړکېچونو لپاره د حل لارو موندلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی. راځئ د بي بي سي ارشيف کې شاته لاړ شو، او وګورو ملګري ملتونه څنګه جوړ شوي وو.