اوکرایین جګړه؛ روسیانو له خېرسون سیمې وتل پيل کړي

د روسیې ټلویزیونونه داسې تصویرونه ښيي چې له سینده پورې وځي.

د عکس سرچینه، Rossiya 24

د عکس تشریح، د روسیې ټلویزیونونه داسې تصویرونه ښيي چې خلک له سینده پورې وځي.
د خپرېدو وخت

د روسیې لخوا یو ګومارل شوی چارواکی وايي، د اوکراییني ځواکونو له بریدونو مخکې لسګونه زره ملکي خلک او د روسیې له لوري ګومارل شوي چارواکي د اوکرایین له سویلي خېرسون سیمې ایستل شوي دي.

ولادیمر سالدو وايي، د روسیې لخوا رامنځته شوې ټولې ادارې او وزارتونه به د دنیپر سیند بل لوري ته ولېږدول شي. نوموړي له دې مخکې وویل، نژدې پنځوس یا شپیته زره ملکي خلک به هم ''د ترتیب شوي تدریجي '' پلان له مخې له سیمې وایستل شي.

اوکراییني چارواکو بیا د سیمې له خلکو غوښتي چې د روسیې غوښتنه رد کړي. د خېرسون سیمه ییزې ادارې مشر وايي، روسیه غواړي ملکي خلک یرغمل کړي او د سپر په توګه یې وکاروي.

د یادونې ده، چې له اشغال شویو سیمو د اشغالګر ځواک لخوا د ملکي خلکو ایستل یا لېږدول جنګي جرم دی.

د سې شنبې پر شپه د خېرسون سیمې اوسېدونکو داسې لیکلي پیغامونه ترلاسه کړل، چې له دوی غوښتل شوي وو، د اوکراییني ځواکونو له راکټي بریدونو د ځان ژغورنې لپاره باید سملاسي له کورونو ووځي.

په پیغامونو کې دوی ته ویل شوي وو، چې د چهارشنبې پر ګهیځ اووه بجې به د دنیپرو سیند اوږدو کې ټرانسپورټ ترلاسه کړي. د روسیې ټلویزیون په رپوټ کې د چهارشنبې پر ورځ یو شمېر خلک لیدل کېږي چې د سیند پر غاړو راټول شوي دي.

خو اوکراییني چارواکي بیا وايي، هغه کسان چې د سیند پر غاړه لیدل کېږي، یوازې د ښوولو په پار راټول کړل شوي دي.

د پوځي قانون په پار د پوتین امر

ولسمشر پوتین په روسیه کې دننه هم د امنیتي تدبیرونو کچې زیاتولو امر کړی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین په روسیه کې دننه هم د امنیتي تدبیرونو کچې زیاتولو امر کړی.

بل لور د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، یو امر یې لاسلیک کړی، چې له مخې یې د اوکرایین په څلورو هغو سیمو کې چې تېره میاشت روسیې په خپله خاوره پورې ضمیمه کړې، مارشل لا قوانین پلي شوي دي.

د یادونې ده چې په روسیه پورې د خېرسون په ګډون د اوکرایین څلورو سیمو ضمیمه کول د نړیوالې ټولنې له لوري غیر قانوني اقدام بلل شوی دی.

ولادیمر پوتین د روسیې امنیت شورا ته وویل دې سره به سیمه ییز مشرتابه ته زیات واک ترلاسه شي چې امنیت تامین کړي او مهم تاسیسات خوندي وساتي.