د فرانسې د سیمټو 'لافارج' شرکت د 'داعش' په ملاتړ اعتراف کړی

د خپرېدو وخت

د فرانسې لافارج په نامه د سیمټو شرکت یوه امریکايي محکمه کې منلې ده چې د سخت دریځې 'اسلامي دولت' نومې (داعش) او نورو ډلو ملاتړ یې کړی دی.

لافارج په سوریه کې د وسله والې جګړې تر پیلېدو وروسته په ۲۰۱۱ کال د خپلې یوې فابریکې د کار د دوام لپاره د ۷۷۷٫۸ میلیون ډالرو (۶۸۷٫۲ میلیون پونډو) جریمې ورکولو سره موافقه کړې.‌

څارنوالانو ویلي، دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې یو شرکت له ترهګرو سره د مرستې اعتراف کوي.

شرکت ویلي څه چې پېښ شوي، "ډېر زیات پرې پښېمانه" دی "او مسؤل یې اړوند اجرائیوي مشران ګڼي".

د سیمټو دغه شرکت - چې د سوی هولسیم د شرکتونو ګروپ په ۲۰۱۵ کال کې واخیست- ویلي د شرکت د مشرانو کړنو د لافارج د چلن له اصولو "ښکاره سرغړونه" کړې ده.

دا شرکت د سوریې په یوه کلیواله سیمه کې د ترکیې پولې ته څېرمه په ۲۰۱۰ کال کې په ۸۶۰ میلیون ډالرو پانګې پرانیستل شو.

د امریکا څارنوالانو ویلي، په سوریه کې د دغه شرکت څانګې اسلامي دولت او النصرة جبهې ته وروسته تر هغه د خپلو کارمنانو د ساتنې لپاره ۵٫۹۲ میلیون ډالر ورکړي چې سوریه کې وضعیت کړکېچن شو.

لافارج د ۲۰۱۴ کال سپتمبر کې سوریه کې وروسته تر هغه خپل فعالیت پرېښود، چې اسلامي دولت نومې ډلې دا سیمه او د شرکت کلی ونیول.‌

خو شرکت ددې معاملې په برکت ۷۰ میلیون ډالر ګټه وکړه.

‌دغه شرکت مخکې منلې وه چې هلته په کور د ننه یې رشوت هم ورکړی، خو څارنوالې لیزا موناکو د سې شنبې په ورځ وویل، "د شرکت کړنه د جرم تر حده رسېدلې ده".

دا وايي "له ترهګرو سره سوداګریزه راکړه ورکړه باید بنده شي او عادي راکړه ورکړه ونه ګڼل شي".

هولسیم د شرکتونو ګروپ چې لافارج یې هم یوه برخه ده، ویلي ددغه شرکت کړنو کې دا ګروپ ښکېل نه دی او "سوریه کې یې هېڅ فعالیت نه درلود".

لافارج فرانسه کې هم سوریه کې د خپل فعالیت پرمهال په بشر ضد جرمونو کې د ګډون له کبله له تورونو سره مخامخ دی، خو شرکت دا تورونه ردوي.