تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش بغداد کې د بریدونو مسوولیت ومانه چې تر ۳۲ کسان پکې ووژل شول
اسلامي دولت یا داعش د عراق پلازمېنه بغداد کې د پرونیو دوو ځانمرګو بریدونو مسوولیت ومانه چې ۳۲ کسان پکې ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.
دې ډلې خپل تلګرام اعماق کې ویلي، برید کې یې شیعه یان په نښه کړي وو.
دا تېرو دریو کلونو کې بغداد کې تر ټولو مرګونی برید دی.
د عراق د کورنیو چارو وزارت په خبره، ځانمرګي بیروباري بازار کې په دې پلمه چې ښه نه دی خلک په ځان ور ټول کړل او وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه.
د دې پېښې قربانیانو سره د مرستې لپاره چې خلک ورسېدل، دویم بریدګر هم ځانمرګی وکړ.
د کورونا وېروس محدودیتونو کمېدو او له نږدې کال وروسته د طیران میدان په نوم دا لیلامي بازار بیا له خلکو ډک وي.
فرانس خبري اژانس د عراق روغتیا وزارت له خولې وايي، وژل شویو ټولو د پېښې ځای کې سا ور کړې او ډېری ټپیان هم له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د داعش وسلوال
عراق کې د ۲۰۱۷ کال وروستیو کې تر ولکه شویو سیمو د داعش له اېستلو او ماتولو وروسته بغداد کې دا برید نادره پېښه بلل کېږي.
داعش د خپل واک اوج کې د عراق له ختیځ د سوریې تر لوېدیځ ۸۸ زره کیلومتره خاوره ولکه کړې وه او پر نږدې اته میلیون وګړو یې خپل واک چلاوه.
د داعش له ماتې سره د ملګرو ملتونو د تېر اګسټ رپوټ وايي، چې له لس زرو ډېر داعش وسلوال سوریه او عراق کې فعال دي او پټې ډلې یې تر ډېره کلیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.