اوکراييني چارواکي وايي، روسیې کيېف ته نږدې تازه بریدونه کړي

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

اوکراييني چارواکي وايي، روسيې نن پنجشنبه سهار پلازمېنې کيېف ته نږدې په تازه توغندیزو بریدونو کې ځینې مهمې ودانۍ په نښه کړې دي.

د چارواکو په خبره، په مایکولیف سیمه کې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د توغندي لګېدو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو زلموټی له ویجاړۍ ژوندی رایستل شوی دی.

د رپوټونو له مخې په ټول اوکرايين کې د هوايي بریدونو د خطر زنګ غږول شوی او له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي ځایونو کې پټ کړي.

هلته بیا د روسیې اړوند ښار بېګورود کې یوه هستوګنیزه وداني پر اوکراييني توغندي لګېدلې ده.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې د روسیې ولسمشر ولاديمرپوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د قزاقستان غونډې په څنډه کې کتلي دي.

رپوټونه وايي، دوی د اوکرايين پر موضوع نه دي سره غږېدلي خو پوتین ویلي چې ترکیه اروپا ته د ګازو رسولو لپاره تر ټولو باوري لار ده او هلته یې د ګازو د یوې زېرمې جوړولو وړاندیز ورته کړی دی.

ناټو هېوادونه د اوکرایین توغندي ضد سیسټم پیاوړی کوي

پر اوکرایین د روسیې له توغندیزو بریدونو سره هممهاله د اوکرایین ناټو متحدین وايي، کیېف سره د دافع هوا عصري سیسټم مرستې زیاتوي. په دې مرستو کې توغندي او راډار سیسټمونه شامل دي، چې فرانسې، کاناډا او هالنډ یې اوکرایین ته د ورکولو ژمنه کړې.

اوکرایین چارواکي وايي، دغه ډول لومړنی دافع هوا سیسټم چې جرمني یې ژمنه کړې وه، دوی ته رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، General Staff of Ukraine's Armed Forces

د عکس تشریح، اوکرایین چارواکي وايي، دغه ډول لومړنی دافع هوا سیسټم چې جرمني یې ژمنه کړې وه، دوی ته رسېدلی دی.

له دې مخکې امریکا متحدو ایالتونو هم ورته ژمنه کړې او د جرمني له لوري د پرمختللې تکنالوژۍ یوه ورته سیسټم وار له مخه په اوکرایین کې فعال دی.

دا ژمنه داسې مهال کېږي، چې په بروکسل کې د اوکرایین متحدو ۵۰ ناټو غړو هېوادونو غونډه کېږي. کیېف دا غونډه ستایلې او 'تاریخي ' یې بللې.

اوکرایین چارواکي وايي، پر دوشنبه او سې شنبه روسیې پر غیر پوځي هدفونو سل توغندیز او ډرون ګوزارونه کړي.

د دې بریدونو په لومړۍ ورځ لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له کریمیا سیمې سره یې د روسیې نښلونکي مهم پله اوږدو کې د شنبې ورځې چاودنو په غبرګون کې دا بریدونه کړي دي. هممهاله روسیه وايي، په دې تړاو یې اته کسان نیولي دي. د روسیې ایف اېس بي نومي امنیتي ځواک په وینا په نیول شویو کې پنځه روسیان او پاتې نور اوکراینیان او ارمینیان دي.

روسي چارواکي وايي، د دې پېښې تر شا د کیېف لاس دی، خو د اوکرایین یوه چارواکي بیا د پېښې په هکله د روسیې پلټنې 'چټیات ' بللي.

دا رپوټونه داسې مهال خپاره شوي، چې ویل کېږي د افدیوکا ښار پر یوه مارکیټ برید کې اووه کسان وژل شوي. د دونیڅک ځايي پوځي مشر پاولو کېرېلینکو وايي، د اوکرایین تر کنټرول لاندې دې ښار کې برید داسې مهال شوی، چې د خلکو ګڼه ګوڼه خورا زیاته وه او په وینا یې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي هم دي.

نوموړي د دې سیمې له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې له مېشت ځایونو ووځي. د یادونې ده، چې د دې سیمې ځینې برخې د روسي ځواکونو په کنټرول کې دي.

د کریمیا پله چاودنه په سمبولیک ډول د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین لپاره یو سخت ګوزار بلل کېږي، چې له خپلې خاورې سره د کریمیا له یو ځای کولو څلور کاله وروسته یې په ۲۰۱۸ کال کې دا پل د تګ راتګ لپاره رسماً پرانیستی و.

ولسمشر پوتین د روسیې لپاره د دې خورا مهم پله اوږدو کې چاودنه 'د ترهګرۍ یو عمل ' بللی.

بل لور اوکراییني چارواکي وايي، د زاپوریژیا ښار په شاوخوا کې یو شمېر اېس- ۳۰۰ ډوله توغندي لګېدلي دي، چې په وینا یې یو یې پر یوه ودانۍ لګېدلی او دوی ترې د یوې کورنۍ کسان راایستلي دي.

په کیېف کې د بي بي سي خبریال هوګو باچیګا وايي، په خېرسون ښار کې چې د روسي پوځونو لخوا اشغال شویو ښارونو کې یو لوی ښار بلل کېږي، پنځه چاودنې اورېدل شوې دي.

زموږ خبریال وايي، تر اوسه د چاودنو څرنګوالي په هکله کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. بل لور اوکراییني چارواکي وايي، په دې سیمه کې د دوی پوځونه پرلپسې پرمختګ کوي او پنځه نور ځایونه یې بېرته نیولي دي.